راپور: محمد عزيز پردېس
کندزي فرهنګپالو او اديبانو د شاعر او ليکوال شهيد زين العابدين پردېس د شهادت ۳۸ تلين غونډه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځله!
وړمه ورځ د کب د مياشتې ۱۱ مه، شنبه ماسپښین د کندز ولايت ضيايي فرهنګي خونې، گستره موج های آمو، پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او يو شمېر کندزي فرهنګپالو لخوا د شاعر او ليکوال ارواښاد زين العابدين پردېس د شهادت اته دېرشم تلین غونډه د دې ولايت د دولتي ادارو مشرانو، فرهنګيانو او اديبانو په ګډون سره ترسره شوه.
غونډه چې ضيايي فرهنګي خونې يې کوربه توبه کاوه د ماسپين په دوو بجو پيل او د مازيګر تر ۵ بجو پورې يې دوام وکړ. د قرآن کريم د څو سپېڅلو ايتونو له تلاوتولو څخه وروسته د ضيايي فرهنګې خونې مشر او بنسټ ايښودونکي حاجي ضياالحق ضيايي مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تېرو او پخوانيو مشاهيرو، فرهنګپالو او اديبانو د ژوند په هکله د دا ډول غونډو جوړول جدي اړتيا وبلله.
ورپسې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې مشر رحمت الله همنوا د ضيايي فرهنګي خونې او کندزي فرهنګیانو څخه مننه وکړه چې تل يې دا ډول پروګرامونو په جوړولو کې هڅې کړې دي.
د غونډې په جريان کې د ارواښاد زين العابدين پردېس ژوند ليک ګډونوالو ته واورول شو او همدارنګه د کندز د اطلاعاتو کلتور رئيس فدا محمد ارزښت، د کندز پوهنتون رئيس خيبر سيفي، د محلي راډيو ټلويزيون او گستره موج های آمو ټولنې رئیس عبدالشکور قدردان، د کندز پوهنتون د پښتو ادبياتو استاد سيد عارف عارفي، د کندز د انسجام او وحدت شورا وياند عبدالغفور قيومي، د پسرلي کلتوري او ادبي ټولنې استازي غلام حيدر حيدر او يو شمېر نورو د شهيد پردېس د ژوند او اند په هکله خپلې جوړې کړې مقالې او ويناوې ګډونوالو ته واورولې.
د پروګرام په لړ کې په دري او پښتو ژبو د شهيد پردېس ځينې اشعار هم د ځوانانو لخوا دکلمه او ترنم شول.
هېره دې نه وي چې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې د شپې پوهنځي رئيس، د پښتو ادبياتو استاد او د ارواښاد زين العابدين پردېس زوی پوهنمل استاد عبدالمجید پردېس ته د ياد ولايت د انسجام او وحدت شورا لخوا د شمالي ولايتونو د عنعنوي دود په توګه د وياړ شمله ورپسر شوه.
شهید پردېس څوک دی؟ دلته یې وپيژنئ
زين العابدين ( پرد ېس ) د حاجي سعدالدين ( خوږياڼي ) ځوى په ( ۱۳۰۷) لمريز كال
كې د د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو د كمانګرو د كلي په يوه روحاني كورنۍ كې وزېږېد او په ( ۱۳۱۵ ) كال كې له خپلې كورنۍ سره د كندز ولايت چاردرې ته راغى، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د دغې ولسوالۍ د جميعت لېسه كې بشپړې كړې او ثانوي زده كړې يې د كرهنې برخه كې بغلان ولايت كې چې هغه مهال د قطغن مركز و سر ته ورسولې او دېرش كاله يې بيا په نوموړې څانګه كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې دندې ترسره كړې.
نوموړي له شعر او ادب سره بې كچې مينه درلوده او د خپل ژوند بهير كې يې په
سلهاو ملي رياليستيكي او ولسي شعرونه وويل، له بده مرغه د دغه شعرونو ډېره برخه د
وخت د طوفانونو په څپو كې لاهو شوه، خو له نېكه مرغه د ده كورنۍ په دې وتوانېده
چې د ارواښاد پردېس ځينې خواره واره اشعار راټول او د چاپ په ګاڼه سينګار كړي.
د پردېس لومړنۍ شعري ټولګه ( ولسي هېنداره ) په كال ۱۳۸۹ كې د ۳۴۲ پاڼو په لرلو
سره خپره شوه او بله شعري ټولګه يې د ( ولسي هېندارې دويم ټوک ) تر نامه لاندې په (۱۳۹۰ ) کال کې چاپ شوه .
د پردېس صيب ټوله شاعري پر ولسي واقيعتونو باندې ولاړه شاعري ده او د ده په
کلام کې رياليزم يا واقيعت ګرايي له ورايه برېـښي، هر کله چې يې کومې ولسي
نادودې او د وخت د چارواکو ناروا کړنې د خپلو خلکو پر وړانـدې ليدلي او يا
اوريدلي دي نو پر وړاندې يې درېدلى دى او له دغـه حالاتو نه يې نور اولس د
شعر په ژبه خبر کړى دى چې څو وارې د همداسې صفا وينا او انتقادي شعرونو له
امله د زمان او مکان چارواکو او زورورو لخوا نه بندي او وګواښل شو خو هغه
له خپل ملي هوډ نه په څنګ نه شو.
زين العابدين پردېس د هغه مهال يو له لومړنيو شاعرانو څخه وو چې د خپل ادبي
بانډار له نورو ملګرو سره يې په ډېرو شمالي ولايتونو کې لکه : کندز، بغلان ،
سمنګان، بدخـشان او ځيـنو نورو سـيمو کې د يو ادبې بهير بڼسټ کېښود، موږ
همدا او دده نور ملګري لکه: مرحوم سيد عبدالقيوم (عسکر)، ارواښاد کشمير(خروټ)
ارواښاد حاجي وزير احمد (حسين خيل)، ارواښاد زمرى (حسن)، ارواښاد محمداسماعيل (
ملزم )، ارواښاد ډاکټر طلا محمد (خادم )، ارواښاد نظرمحمد (کامياب)، ارواښاد اسدالله
(جميلي) ارواښاد عصمت الله (شرقي)، ارواښاد محمد صديق (پـسرلى) او ځيـنې نـور… په دغه سيمو کې د پښتو او د دري ادب د معاصرې دورې سـرلاري بللى شوو.
همدوى ول چې د وخت په هرې تودې موضوع او تازه پېښو باندې يې غونډې او مشاعرې
جوړې کړې او د ولس غوښتنې يې پکې منعکس کړې، همدا کسان وه چې په
شمال کې يې د هغه وخت ځينې چاپي خپرونې لکه: سپين زر جريده، د سپين زر بولتن، اتحاد جريده او د بدخشان تر نامه لاندې خپرونې يې پخپلو علمي او ادبي ليکنو او
شعرونو ښکلې او غښتلې کړې، هـمدغه راز يې د هېواد د نورو سيمو شاعران او
اديبان خپلو مشاعرو ته را وو بلل او دوى هم د نارنج ګل تر دوديزې مشاعرې
ورورسېدل، چې پدې توګه يې د هېواد له نورو اديبانو سره هم ادبي اوعلمي اړيکې ټينګې
شوې.
د زمان او مکان ظالمانو او مفسدانو خپلې کمۍ او نيمګړتياوې نور د پردېس صيب په کلام
کې ونه شوې زغملاى او بالاخره يو څو بدرنګه تور مخو د فرهنګ او د ادب وژونکو
څېرو دغه هستې نوره په خپل ولـس ونه لوروله او هغه يې د ( ۱۳۵۹) لمريز کال د
سلواغې په اتمه شپه له خپل کور نه ترور او بيا يې په شهادت ورسولو.
ځاى دې يې جنت فردوس وي.
د شهيد زين العابدين پردېس د ګډ ژوند ثمره ۸ زامن او ۵ لوڼې دي، چې څلور زامن يې د
انقلاب په څپو کې د دين او هېواد په لاره کې قرباني شول.
د شهيد پردېس اولادونو وشو کولی چې د نوموړي پاتې او خواره واره اثار راټول کړي،
چې تر دې دمه يې دوه شعري ټولګې د چاپ ګانه سينګار شوي.
همدارنګه د شهيد پردېس اولادنو او ځينو با احساسه فرهنګپالو لخوا په کال ۱۳۸۹ کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنېتر عنوان لاندې په کندز کې د يو ادبي بهير د بنسټ کېښودل شوه چې تر دې دمه د ادب او فرهنګ په برخه کې په کندز کې د نورو فرهنګي ټولنو ترڅتګ د پام کارونه کړي دي.
هېره دې نه وي چې د شهيد زين العابدين پردېس په نامه د کندز د چاردرې ولسوالۍ په خوږياڼيو کلي کې يو دولتي ښوونځی هم جوړ شوی دی چې دمګړۍ پکې په سلهاو تنه انجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.