شاپور ځدران: د ميليون جام پخاطر کريکټ بورډ راسره قرار داد لغوه کړ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
شاپور ځدران وايي کريکټ بورډ په شخصي ګټي پسې ګرځي.
د افغان کريکټ ملي لوبغاړی شاپور ځدران چې دوې مياشتي وړاندې يې د ميليون جام د تجارتي لېګ د جوړېدو تکل وکړ نن يې پر ټولنيزو رسنيو د کريکټ بورډ د ادارې څخه شکايت کړی او ليکلي يې دي چې نه مې بورډ میلیون جام ته پرېږدي او نه مې هم نړيوال کريکټ ته.
شاپور ځدران پر خپل فيسبوک پاڼې ليکي:
((میلیون لیګ په تړاو اړین وضاحت
درنو هېوادوالو تقریبا دوو میاشتو راهیسې مې مقرر ملاقاتونه د کرېکټ بورډ چېرمن او د کرېکټ بورډ نورو لوړ رتبه مامورینو سره درلودل تر څو میلیون لیګ ترسره شي امه متاسفانه دې بورډ لخوا رنګه رنګ بهانې راته وشوې حال دا چې ټول قانوني موارد مې پوره کړي وو او د لیګ اجازه یې رانکړه. په همدې تړاو مې د بورډ نورو مېمبرانو ته مسجونه وکړل تر اوسه یې ځواب رانکړ ځکه دلته هر څه په شخصي ګټه څرخي.
پرون یې رانه د کرېکټ قرارداد واخیست او ۲۵ سکواډ نه یې هم واچولم چې ولې دې میلیون لیګ غوښته او د مونږ دې میل خلاف ولاړې.))
د ميليون جام د ترسره کېدو یا نه ترسره کېدو په اړه کريکټ بورډ لا له وړاندې خپل دريځ واضح کړی او ويلي يې دي چې دا لېګ او مسولين يې په تېرو پړاوونو کې د بورډ پوروړي دي، د دوی په خبره پخواني حسابونه دي خلاص کړي او بیا دي ليګ ترسره کړي.