د نیوزیلېنډ او پاکستان ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو پیل د جمعې په ورځ وشو، لومړۍ لوبه د سهار په لس نیمو بجو په اېدن پارک اکلېنډ کې پیل شوه.
پاکستان د ټاس په ګټلو سره توپوهنه وکړه، دې لوبډلې لپاره د نیوزیلېنډ منځنی توپ اچوونکی ناسور شو، جېکوب ډفي وکولای شول، چې د پاکستان توپوهنه وننګوي.
هغه وکولای شول، چې دوه پیلیز توپوهونکي محمد رضوان په ۱۷ منډو په کېچ اوټ سره او عبدالله شفیق په صفر رخصت کړي.
ورپسې یې د پاکستان د ملا تیر او مشر لوبغاړی محمد حفیظ په صفر له لوبغالي بهر کړ.
جېکوب ډفي په ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو.
له ده سره سکاټ کګولاین هم خورا ښه توپ اچونه وکړه، هغه هم په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو.
د پاکستان دوه تکړه لوبغاړي په صفرونو ولاړل، ون ډاون توپوهونکی حیدرعلي په ۳ منډو وسوځېد.
د پاکستان لپاره شاداب خان د اوړو پوزه کېښوده
شاداب خان چې د بابراعظم په نشتون کې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشري مخته وړي، د پاکستان لپآره یې لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د اوړو پوزه کېښوده.
هغه د پاکستان شړېدلې توپوهنه بېرته راورغورله، نوموړي د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۴۲ منډې وکړې او پاکستان یې له ټیټ هدف ورکولو څخه وژغوره.
پاکستانۍ لوبډلې په شل اورونوکې د ۹ وېکټو په نقصان سره ۱۵۳ منډې وکړې.
نیوزیلېنډ دا هدف په نولسم اوور کې د ۵ وېکټو په نقصان سره پوره کړ او پاکستان ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی جېکوب ډفي وپېژندل شو.
دواړه لوبډلې دویمه شل اوریزه لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره کوي.