- ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
د امریکا پوهنتون څېړونکې وایي، هغه کسان چې د شپې تر ډېره ویښ وي او په لپټاپ یا ایپد بوخت وي، نو ډېر امکان یې شته چې په ژور خپګان اخته شي.
څېړنې ښکاره کوي، که دا کسان کار هم ولري یا هم فیسبوک کې خپل عکسونه کېږدي، او یا په کمپیوټر کې په ګیم باندې بوخت وي، بیا هم د ژور خپګان سبب کېږي.
د دې پوهنتون څېړونکې ویلي: “اندېښمن کېدل نه یوازې د بې خوبي له کبله، بلکې د څراغ یا لپتاپ په مخامخ اوسېدل هم د خپګان سبب کېږي.”
په دې څېړنې کې راغلي، چې د شپې له طرفه د څراغ یا روښنايي په مخامخ اوسېدل د اعصابو لیمبیک سیسټم یا یو طرف دستګاه متاثره کېږي او د ژور خپګان د پیدا کېدو سبب کېږي.
د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې هم ډېری کسان تر ناوخته ویښ وي او په ټیلفون یا کمپیوټر بوخت وي، چې دا کار باید موږ ترسره نه کړو، ځکه موږ ته زیان رسوي.
ډېرې نورې څېړنې ښکاره کړي که موږ د شپې لخوا خپل د کوټې څراغ ګول کړو او بیا د ټیلفون یا کمپیوټر څخه ګټه واخلو، نه یوازې زموږ په اعصابو او روان باندې اغېزه کوي، بلکې زموږ سترګې هم کمزوري کوي. نو پکار ده چې له دې کاره ډډه وکړو، چې ناروغ نه شو.