جنسي اړیکې؛ ولې ځینې وخت خوند نه راکوي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: صادق طارق
جنسي اړیکې هر وخت خوندورې نه وي، دا چې ولې نه وي او هر وخت یو ډول خوند ورڅخه نه شو اخیستی، په دې مطلب کې به یې ځوابونه پيدا کړو.
د نورو فکتورونو اغېز
د انسان وجود لکه ماشین داسې دی. په ماشین کې که یوه پرزه خرابه شي، پر نورو برخو یې خرابوالی اغېز پرېباسي.
جنسي اړیکې هم د انسان د وجود له نورو سیستمونو سره نه شلیدونکې او ژورې ایکې لري.
که ووایو ځینې وخت دغه اړیکې بې خونده کیږي، تېروتي به یوو.
جنسي اړیکې ځینې وخت د خوند له کمښت سره مخ کیږي، خو یو مخ له خونده نه بې برخې کیږي.
همدې ته په کتو سره وایوو، چې پر جنسي اړیکو نور فکتورونه او فعالیت یې اغېزې لري.
دلته به د ځینو پوښتنو له مطرح کولو او ورته له ځواب ویلو سره دا فکتورونه او اغېزې یې مشخصې کړو.
له دې سره هیله شته، چې دا فکتورونه او اغېزې یې مدیریت او له جنسي اړیکو مو سم خوند واخلئ.
مقابل لوري ته د خوند نه ورکولو وېره
ځینې وخت د جنسي اړیکې یو لوری ځکه له دې اړیکې سم خوند نه شي اخیستی، چې اضطراب ځپلی وي.
هغه (نارینه یا ښځینه) فکر کوي، چې دغه اړیکه به یې مقابل لوري ته سم خوند ورنه کړي.
په نارینه وو کې دا اظطراب ممکن له دې وجې وي، چې له جنسي کمزورتیا سره ځان مخ ګڼي او په ښځینه کې ښایي دا وېره په دې خاطر وي، چې خپل ښایست او جنسي مقاومت یا لېوالتیا ورته ځپل شوې ښکاري.
د اضطراب یو بل دلیل دا وي، چې تاسې (که نارینه یاست یا ښځینه) غواړئ، د جنسي اړیکې تامینول په یوه نوې بڼه تجربه کړئ.
د دې تجربې لپاره نه شئ کولی، چې مقابل لوري ته ښکاره ووایئ او دا نه ویل مو زړه کې غوټه او ذهن کې اضطراب جوړوي.
د دې ستونزې حل په دې کې دی، چې اضطراب په هر دلیل چې وي، شاته وغورځوئ.
مېرمنې یا د ژوند ملګري ته ډاډه وغږیږئ، هم د نوې ډول جنسي اړیکې د تامین ورته ووایئ او هم په دې اندیښنه مه کوئ، چې ستاسې مقابل لوري ته به دا اړیکه خوندوره تمامه نه شي.
د مقابل لوري د نه خوند اخیستو د تشویش پرځای پردې فکر وکړئ، چې تاسې باید له دې اړیکې سم خوند واخلئ او دا ځکه چې ستاسې بل لوري ته هم ستاسې خوند اخیستل او فعاله جنسي رول زیات وربښلی شي.
د انزال په اړه زیات فکر کوئ
دا سمه ده، چې انزال د جنسي اړیکې او خوند اخیستو اوج دی؛ مګر ضرور نه ده چې تاسې د نه انزالیدو له وېرې له خپلې جنسي اړیکې سم خوند وانخلئ.
د جنسي اړیکې نور خوندونه هم شته، چې که انزال( یانې تش) نه شوئ، بیا هم ورڅخه برخمنیدای شئ.
هڅه وکړئ، چې نه انزالیدو ته زیاته اندیښنه ونه کړئ.
نور څه وکړو؟
که احیاناً دا حل لارې مو له جنسي اړیکو څخه د خوند اخیستو سبب نه شي؛ غوره ده چې اړوندو متخصصو ډاکټرانو ته لاړشئ.
ښځینه کولای شئ د ولادي نسایي ډاکټرانو او نارینه کولای شي د جنسي اړیکو اړوند متخصص ته ورشي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.
نارینه وو ته دا سپارښتنه هم ضرور ده، چې که فکر کوي د جنسي کمزورۍ او خوند کمیدو لامل یې رواني موضوعات وي، بیا دې رواني ډاکټر ته هم مراجعه وکړي.
دوی ته په هم مهاله ډول د رواني آرامتیا او جنسي پياوړتیا دواړودرمل ضرور او ګټور دي.