د افغانستان کرکټ بورډ د خپلو تیزو بالرانو د کرکټ څخه په وروسته کیدو او په نړیوالو لوبو کې د فاسټ یا تیز بالینګ د سقوط سره مخ کیدو خطر سره مخ دی.
د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر حمید حسن د کلونو راهیسې د ملي لوبډلې څخه کډه کړې، چې ورسره شاپور ځدران هم د کرکټ څخه په وروسته کیدو کې ښکاري.
د ملي لوبډلې سره د تیز بالینګ په برخه کې یواځې دولت ځدران پاتې، چې په وروستیو کې د تمریناتو پر مهال د ټپي کیدو له کبله یې لار جدا کړه او افغان لوبډله په تش میدان پاتې شوه.
افغان لوبډله د دولت ځدران په نشتون کې د بنګله دیش خلاف په ۲۰ اوریزه او هندوستان خلاف په ټیسټ تاریخي سیالۍ کې د تیز بالرانو د کمښت سره مخ وه او پر ځای یې د کمې تجربې تیز بالرانو ته لوبډله احتیاج شوه.
د کرکټ ملي لوبډلې د تیز بالینګ سقوط سره د مخ کیدو په حالت کې افغان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د هېواد په ټولو زونونو کې به د تیزو بالرانو د را پیدا کیدو په موخه د لوبغاړو څخه ازموینه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، هغه لوبغاړي، چې عمرونه یې د ۱۸ څخه تر ۲۲ کلونو پورې وي، په دغه ازموینه کې دې ګډون وکړي.
د معلوماتو له مخې د بوسټ زون ازموینه د روانې جون په ۲۴مه د کندهار په کرکټ اکیډمي کې، د مس عینک زون ازموینه د جون په ۲۷مه په خوست کرکټ اکیډميکې، د امو زون ازموینه د جولاي میاشتې په لمړۍ نیټه په کندز کرکټ اکیډمي کې، د سپین غر زون ازموینه د جولاي په ۴مه په ختیځ کرکټ اکیډمي کې، د کابل زون ازموینه د جولاي په ۷مه ایوبي کرکټ اکیډمي کې او د بندا امیر زون ازموینه به د جولای په ۸مه نیټه ایوبي کرکټ اکاډمۍ کې واخیستل شي.