ژباړه: عمران لمر
ټول وايي چې د بريا راز په دې کې دی چې په خپل ځان کې بدلون رامنځته کړئ؛ مګر ځينې وختونه د بريا لپاره اړتيا نه شته چې څه لاس ته رواړئ؛ بلکه په کار ده چې يو څه پرېږدئ.
يو لړليک شته چې که تاسې يې پرېږدئ؛ په يو بريالي انسان بدلېدلی شئ.
که څه هم د بريا تعريف د هر چا له انده مختلف دی؛ خو د بريا راز ځينې مهم کليدي ټکي په ځان کې لري. تاسې کولای شئ د دې کارونو يوه برخه همدا نن پيل کړئ او نوره برخه يې له لږ وخت وروسته پيل کړئ.
ښه ده چې د خپل ژوند لپاره يو چوکاټ رامنځته کړئ او د هماغې مطابق د خپل ژوند طريقې ته بدلون ورکړئ.
هيله ده چې دا ليکنه هدف ته په رسېدو کې له تاسې سره مرسته وکړي:
۱- د ژوند کولو نا سم سبک پرېږدئ.
که غواړئ په ښه ډول ژوند وکړئ، هر څه له دې ټکي پيليږي. په پيل کې بايد تاسې د خپلې روغتيا خيال وساتئ او په دې برخه کې بايد درې ټکي په پام کې ولرئ:
پوره خوب
صحي غذايي رژيم
ورزش
دا کوچني ګامونه دي؛ مګر په نظر کې نيولو سره به يې يوه ورځ له ځانه مننه وکړئ.
۲- لنډ مهالي پلانونه پرېږدئ.
تاسې فقط يو ځل ژوند کوئ؛ مګر کولای شئ همدا يو ځل په ښه ممکن شکل سرته ورسوئ. بريالي خلک د ځان لپاره اوږد مهالې موخې ټاکي او پوهېږي چې دا موخې يې فقط د هغو لنډ مهالو عادتونو نتيجه ده چې هره ورځ يې سرته رسوي.
دا سالم عادتونه بايد هغه څه نه وي چې سرته يې رسوئ؛ بلکه بايد هغه څه وي چې تاسې يې خيال کوئ.
۳- کوچني رولونه پرېږدئ.
ستاسې ناچيزه رولونه نړۍ ته کوم خدمت نه شي کولای. د نړۍ ټول خلک خوښوي چې وځلېږي او ټول خلک يې رڼا وويني.
دا ځلېدل په حقيقت کې زمونږ وېره ده چې آزاده شوې ده.
تل هڅه وکړئ چې ډېر فرصتونه لاس ته راوړئ او خپل خوبونه په حقيقت بدل کړئ.
نړۍ بايد له هغه څه چې تاسې يې لاسته راوړئ؛ برخمنه شي؛ نو په دې اساس اندېښنه مه کوئ او خپل فکرونه وروزئ.
که ډار يوې غاړې ته کړئ؛ نو بريالي به شئ.
۴- تېرې تېروتنې هېرې کړئ.
بريالي انسانان د خپلو کارونو مسئوليت پر غاړه اخلي او پرته له دې چې د پيل ټکي، کمزورۍ او تېرو ماتو ته فکر وکړي؛ ژوند کوي.
دا چې تل د ماضي په هکله سوچونه وکړئ؛ ډاروونکې ده او تاسې له پرمختګه پاتې کوي.
د وجدان عذاب ستاسې د شخصي او کاري ودې په وړاندې خنډ ګرځي.
تېرې تېروتنې شاته پرېږدئ چې دا د بريا يواځينۍ لاره ده.
۵- په شته مهارتونو بسنه کول پرېږدئ.
راتلونکی د هغه خلکو دی چې ډېر مهارتونه زده کوي او هغه د خپلو نوښتونو سره يوځای کوي. ځينې خلک فکر کوي چې د دوی وړتياوې له مخکې ټاکل شوې ځانګړنې دي چې د بدلېدو وړ نه دي.
دوی همدارنګه په دې باور دي چې په يواځې ځان وړتياوې خلک بريا ته رسولی شي؛ مګر دوی تېروتي دي.
بريالي خلک تل خپل وخت د خپلو مهارتونو په غوړولو او ودې ورکولو لګوي؛ تر څو نوې پوهه ترلاسه کړي او خپل درک بدل کړي.
يواځې په دې ډول کولای شئ؛ خپل ژوند تغير کړئ.
ممکن نن اوسو او سبا ورځ هيڅ شتون ونه لري.
۶- د فرصت او معجزې په تمه مه کېږئ.
هڅه وکړئ خپل ځان ورځ تر ورځې ښه او ښه کړئ. بريالي خلک هره ورځ د خپل ځان د جوړولو لپاره هڅه کوي او پوهېږي چې د وخت په تېرېدو به د خپلو هڅو پايله وګوري؛ نو د همدې لپاره بايد تاسې د خپل راتلونکي لپاره پلانونه جوړ کړئ.
۷- کمال پالنه يوې غاړې ته کړئ.
اړينه نه ده چې څومره هڅه کوئ؛ هيڅ شی پوره نه دی. له ماتې وېره او يا ځينې وخت له کاميابۍ وېره تاسې د کارونو له کولو او د نوښتونو له رامنځته کولو پاتې کوي. که په دې تمه يئ چې هر څه بايد د کمال تر حده سم وي؛ نو ډېر فرصتونه به مو له لاسه ووځي. پيل وکړئ او وروسته يې د ښه والي لپاره مرسته وکړئ.
۸- څو مسئوليتونه يو ځل په غاړه مه اخلئ.
په يو وخت کې د څو دندو سم سرته رسول يو خيال دی. تاسې فکر کوئ چې څو مسئوليتونه پر غاړه لرئ؛ مګر په حقيقت کې تاسې خپل وخت د يو کار نه بل کار ته ضايع کوئ. بريالي خلک په دې راز ښه پوهېږي؛ د همدې لپاره يواځې يو څه انتخابوي او ځان ورته سپاري او دا اړينه نه ده چې کوم کار وي.
په هر کار کې پوره حضور او د پوره ژمنتيا درلودل يو مهم امر دی.
۹- اړتيا نه شته چې هر څه کنترول کړئ.
ځينې مسايل د کنترول وړ نه دي. کوم څه چې نه شئ کنترولولی، يوې غاړې ته يې کړئ او په هغه مسايلو تمرکز وکړئ چې تاسې يې کنترولولی شئ.
پوه شئ چې ځينې وختونه يواځينی څه چې تاسې يې کنترولولی شئ؛ ستاسې فکر دی.
د ځينو کارونو له وجې چې ستاسې په واک کې نه دي؛ ناهيلي او غوصه کېږئ مه.
۱۰- د هغو خلکو بلنه ومنئ چې له تاسې ملاتړ کوي.
بريالي خلک پوهېږي چې د بريا راز د ځانګړو کارونو په ترسره کولو کې دی او بايد د ملګرو، همکارانو او کورنۍ ځينې غوښتنې ولري. په لومړيو کې درته دا غوښتنې شايد سختې وي؛ مګر وروسته چې کله موخې ته ورسېدئ؛ نو هم به تاسې سرلوړي يئ او هم به مو شاوخوا خلک درباندې وياړي.
نو مه ډارېږئ او که د ملاتړي په حيث څوک لرئ؛ له ملاتړه يې برخمن شئ.
۱۱- منفي فکره خلک پرېږدئ.
له منفي خلکو لېرې اوسئ؛ ځکه هغوی د هرې حل لارې لپاره يوه ستونزه تراشي. که خپل وخت له داسې خلکو سره تېروئ چې همېشې بهانې جوړوي، منفي فکره دي او تل د هر څه لپاره نور خلک رټي؛ نو تاسې د خپلې بريا ګراف خپله راټيټوئ.
دا خلک ستاسې د پرمختګ مخه نيولی شي.
د برياليو او د هغو خلکو سره چې تل د ودې او پرمختګ په حال کې وي؛ وخت تېرول ستاسې د بريا چانس زياتوي؛ نو د برياليتوب لاره دا ده چې خپل شاوخوا ته وګورئ او د خلکو سره په تګ او راتګ کې بدلون راوړئ.
۱۲- اړتيا نه شته چې ټول خلک دې تاسې وستايي.
هيڅکله نه شئ کولای چې د نړۍ ټول خلک خوښ وساتئ.
ممکن يو څوک په نړۍ کې وي چې يو زيات شمېر خلک ورسره مينه ولري؛ مګر په ورته وخت کې به يو زيات شمېر ورنه کرکه هم لري.
دا طبيعي ده او اړتيا نه شته چې ځان توجيه کړئ.
د برياليتوب راز په دې کې دی چې خپل کار ته مو ادامه ورکړئ؛ ځان قوي کړئ او مخ په ودې ګامونه واخلئ.
که يو زيات شمېر خلکو له تاسې سره دښمني کوله؛ نو پوه شئ چې سم کار سرته رسوئ او دا د هغوی خپله ستونزه ده؛ ستاسې نه ده.
۱۳- د برياليتوب راز دا دی چې وخت ضايع نه کړئ.
تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې تاسې فکر کوئ؛ تل وخت لرئ. تاسې فقط يو ځل ژوند کوئ او په همدې دليل هغه بايد د ځان په ګټه وکاروئ، بايد مخکې لاړ شئ او په هغه کس چې غواړئ يې؛ بدل شئ.
د وخت بې ځايه لګول تاسې له خپلو موخو لېرې کوي.
د دې کار د سرته رسولو لپاره بايد زده کړئ چې څه ډول د خپلې شپې او ورځې په ۲۴ ساعتونو ډېر کنترول ولرئ؛ تر څو له خپل وخته په ښه ډول ګټه واخلئ.
هر څوک مري؛ مګر هغه ميراث چې له ځانه يې پرېږدي؛ هيڅکله نه هېرېږي.