د سعودي پاچا “شاه سلمان بن عبدالعزیز ” په حرم شریف کې د لس رکعته تراویحو اجازه ورکړه.
د عربي رسنيو په حواله، د ” شاه سلمان عبدالعزیز ” لخوا په حرم شریف کې د لس رکعته تراویحو لمونځ په هکله شاهي فرمان له مخې اجازه ورکړل شوه.
” شیخ عبدالرحمان السدیس” د حرمینو یو مشهور او منلی امام او د حرمینو د امامانو د ډلې ریس په یو بیان کې ویلي، چې حرم شریف او مسجد نبوي کې به لس رکعته تراویح او پنځه تسلیمات (سلام ګرځول) ترسره کېږي، یعني دوه دوه رکعته به په پنځه جماعتونو سره ادا کېږي.
د شیخ عبدالرحمان السدیس په حواله لس رکعته تراویح به دوه امامان ورکوي، چې اولنی امام به شپږ رکعته او دویم امام به پاتي څلور رکعته ورکوي، د تهجد لمونځ به هم ادا کېږي او د قرآن کریم ختم به په ۲۹مه شپه د روژې وي.
دا یې هم ویلي چې، په مسجد الحرم او مسجد نبوي کې په عامو عبادت کوونکو بندیز دی، او د تراوو لمونځ کمولو څخه یې موخه د وخت کمول دي، یعنې د یو ساعت پرځای نیم ساعت یا شل دقیقې وخت نیول.
د یادونې وړ ده چې سعودي کې د کورونا وایرس له امله د بیت الله شریف طواف لپاره به محدودو کسانو ته د داخلیدو اجازه ورکول کېږي او د کعبي شریفې ګردچاپیره به امنتي تدابیر نیول شوي وي که څه له دې مخې په امنتي تدابیرو هم بندیز لګول شوی و.
د کورونا وبا په وجه به د روژې په موده کې په مسجد حرم او مسجد نبوي کې د روژه ماتي په دسترخوان هم بندیز لګیدلی وي، چې د دې پر ځای به په اړمنو خلکو د خوراکي توکو کڅوړي ویشل کېږي.
هېره دې نه وي، چې سعودي عرب د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر سخت لاک ډاؤن دی او په مساجدو کې هم په جماعت سره لمونځونه محدود شوي دي.
د افغانستان حج اوقافو وزارت لخوا د جماعت او تراویحو په هکله:
خلاصه فتوا دا ده چې تراویح سنت دي او د ځان ساتل او روغتیا فرض ده، نو بناً فرضو لپاره سنت متروک دي.
او د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو ریاست د ننګرهار ولایت ټولو مساجدو خطیبانو، امامانو او مقتدیانو ته لارښووني په لاندې توګه دي:
۱٭ دټولو مساجدو څخه باید فرشونه ټول شي او سهار او ماښام دې ضدعفوني موادو ووینځل شي.
۲٭ هغه مساجد چې برنډه یا انګړ یا چت ولری تراویح دې په همغه ازاده فضا کې ادا شي.
۳٭ هر مقتدي دې ځان سره خپل جاینماز او د اوبو څښلو لوښی راوړي.
۴٭ په کومو مساجدو کې چې ختمونه کیږي باید له یوې پارې زیات ونه لوستل شي.
۵٭ په صفونو کې د مقتدیانو ترمنځ دې د روغتیایی لارښوونو سره سم واټن مراعت شي.
۶٭ مزمن ناروغان، ضعیفه اشخاص، سپین ږیري او ماشومان دې مسجد ته نه ځي.
۷٭ د تراویحو یا ختم لپاره دې له لاسپیکر څخه کار نه اخیستل کیږي.
۸٭ ټول امامان او خطیبان ددې حکم په پلي کولو مکلف دي.