سعودي پر خپلي هوايي فضاء اسرائیلي الوتکو ته اجازه ورکړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبریال: فضل الله فضلي
تېره شپه د سعودي عربستان حکومت پر خپلي هوايي فضاء اسرائیلي الوتکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړه.
اسرائیلي تجارتي الوتکي به نور عربي متحده اماراتو ته د سعودي عرب پر هوايي فضاء تېریږي او هلته به ځان رسوي.
ددې پریکړي وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي:

موږ وکولای سول، چي د سعودي عرب او اسرائیلو ترمنځ دغه ستونزه حل کړو او دوی پخلا کړو.
Saudi's nuclear ambition faces a blow from newfound ally Israel

لدې پریکړي سره سم، اسرائیل اوس کولای سي، چي له عربي متحده اماراتو څخه بحرین او نورو خلیج هیوادونو ته ولاړي سي.
لدې پریکړي وروسته اسرائیل په پلان کي لري، چي د امریکا په مرسته د قطر لخوا پر اسرائیلو لګول سوي بندیزونه پای ته رسوي.
دا هڅي داسي مهال کیږي، چي څه موده وړاندي ځني اسلامي هیوادونو اسرائیل بیا په رسمیت ونه پېژندل.
هم مهال اسرائیلو یو ځل بیا هڅي پیل کړي، چي د فلسطین ځني برخي په خپل ځان پوري وتړي او ددې لپاره یې خپلو سیمو ته نږدې د مسلمانانو کورونه هم غصب کړي او نړولي دي.