هند او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو د سریلانکا هیواد په کوربتوب د دریو یوورځنیو او دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې د یوورځنیو لوبو لړۍ هند او د شل اوریزه سیالیو لړۍ بیا کوربه سریلانکا وګټله.
د یوورځنیو لوبو لړۍ هند دوه پر یو او د شل اوریزه سیالیو لړۍ بیا سریلانکا دوه پر یو خپله کړه.
د یوورځنیو لوبو لړۍ
۱ـ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د تیري جولای میاشتې په ۱۸مه نېټه ترسره شوه، چې هندوستان په ۷ ویکټو وګټله.
۲ـ دویمه یوورځنۍ لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره شوه، چې هندوستان په ۳ ویکټو وګټله.
۳ـ درېیمه یوورځنۍ لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه ترسره شوه، چې داځلې سریلانکا په ۳ ویکټو بریا خپله کړه.
په دې سره د دریو یوورځنیو لوبو لړۍ هند دوه پر یو وګټله.
د شل اوریزه لوبو لړۍ
۱ـ لومړۍ شل اوریزه لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره شوه، چې هند په ۳۸ منډو توپير بریا خپله کړه.
۲ـ دویمه شل اوریزه لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوه، چې سریلانکا په ۴ ویکټو بریا خپله کړه.
۳ـ درېیمه شل اوریزه لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره شوه، چې سریلانکا په ۷ ویکټو بریا خپله کړه.
په دې سره د شل اوریزه لوبو لړۍ سریلانکا دوه پر یو وګټله.
سریلانکا لوبډلې ته د یولک ډالرو انعام
د کریکنیکسټ د راپور له مخي، د سریلانکا کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، چې له هند څخه تر سریز ګټلو وروسته د سریلانکا کرکټ بورډ ډېر خوښ دی.
د کریکنیکسټ په حواله یاده اعلامیه کې ویل شوي:
«د سریلانکا کرکټ بورډ د لوبغاړو او روزونکو د هڅو څخه ځانګړې مننه کوي، او دا بورډ ډېر خوښ دی، چې د هند څخه یې د شل اوریزه سیالیو لړۍ دوه پر یو وګټله. په همدې اساس ددې بریا په رسمي پېژندلو او ثبتولو سره د کرکټ بورډ اجرائیه کمېټې پرېکړه کړې، ترڅو ملي ټيم ته یولک ډالر انعام ورکړي.موږ اُمید لرو، په راتلونکې کې به تر دې هم ښه لوبډله ولرو.»
Sri Lanka Cricket Announces USD 100,000 For Players After Series Win.#INDvsSL2021https://t.co/tWIMuDnyfg
— CricketNext (@cricketnext) July 31, 2021