لیکنه: بهار سمسور
له کریکټ نړیوال جام د رخصت کړل شوې پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر سرفراز احمد چې په خبري کنفرانس کې د خبریالانو له پوښتنو سره مخ و،د یوې خبریالې د پوښتنې د ځوابولو پر وخت یې د هغې خبرې چیلېنج کړې.
پاکستان په روان نړیوال جام کې د یو څو مهمو لوبو په بایللو سره د روان نړیوال جام له نیمه پای لوبې پاتې شو.
دوی په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې بنګلادېش مات کړ، اما په نړیوال جام کې د مخکې تګ لپاره یې باید په همدې لوبه کې د بنګلادېش لوبډله یوازې په اوو منډو سوځولې وی، چې دا کار له امکان لرې خبره وه.
بله مهمه موضوع د پاکستان د کریکټ او مینوالو لپاره یې دا وه ،چې پیاوړي الرونډر او پخواني لوبډلمشر شعیب ملک د یوه ورځینیو لوبو سره په همدې نړیوال جام کې رخصت واخیست،خو جالبه دا وه چې په وروستۍ لوبه کې د لوبیدو چانس هم ورنه کړل شو.
فکر داسې کیده، چې ممکن شعیب مالک د بنګلادېش خلاف په وروستۍ لوبه کې ولوبیږي، خو برعکس ملک یوازې په میدان کې د رخصت پر وخت ښکاره شو.
په خبري ناسته کې خبریالې له لوبډلمشر سرفراز څخه د شعیب مالک پر نه لوبولو پوښتنه وکړه، خو سرفراز احمد د خبریالې د پوښتنې په ځواب کې هغې ته د بنګلادېش او بنګالیز معلومات ورکړل.
خبریالې وپوښتل،فکر مو نه کاو، چې د (بنګالیز)خلاف د شعیب مالک وروستۍ لوبه وه؟
هدف یې د نوموړي لوبول و،خو سرفراز د پوښتنې تر ځوابولو مخکې وویل،دا بنګالیز نه دي، دوی ته بنګالیز مه وایه، دوی ته بنګلادیشي وایه.
که داسې کوې،بندیز درباندې پورې کیږي.
دې خبرې ته خبریالانو وخندل،خو ممکن د سرفراز له دې خبرو د خبریالانو ویرول(یرول)هم وي،تر څو د جدي پوښتنو لاندې ونه نیسي.
کیسه دا ده،چې خبریاله هم په حقه نه وه.
ځکه بنګلادېش ځانه ته هېواد دی،خو بنګال بیا د هند او بنګلادېش پر پوله پرته سیمه ده، چیرته چې د شیر بنګلا کریکټ لوبغالی هم شتون لري او دا د بنګلادېش یوه سیمه ده.
دا سیمه د هندوستان له بینګال سیمې سره پوله هم لري،چې زیاتره کلتوري،او نور مسایل یې سره ورته هم دي.
په تېر کې د بنګلادېش لوبډله په بنګالیز باندې هم یاده شوې ده،یعنې بنګالیز ټایګر، شیر بنګالیز هم ورته ویل شوي دي.
له دې وروسته سرفراز د شعیب مالک اړوند پوښتنه هم ځواب کړه.
ده وویل:
«رښتیا هم شعیب مالک یو تجربه کار لوبغاړی دی،خو هغه په دریو لوبو کې یوازې اته منډې جوړې کړې.»
د هغه په وینا د ۳۰۰ منډو د پوره کولو پلان یې درلود، دا ضرورت و چې هارس سهېل یولس کسیز لېست کې شامل کړو.