یوې مشهورې هندۍ ورځپاڼې داسې خبرونه خپاره کړي چې ګنې د هندي سینما فلمې لوبغاړې سري دیوي مړه شوې نه ده، بلکې وژل شوې ده.
ایکسپریس نیوز د کیرالا په نامه د یوې ورځپاڼې له قوله لیکلي، چې ځينې داسې ثبوتونه شته چې مېرمن دیوي وژل شوې ده او په خپل مرګ مړه شوې نه ده.
د کیرالا زندان یوه چارواکي رشي راج سنګ دغه خبري کړي او ویلي دي چې داسې نښې نښانې یې موندلي چې سري دیوي په لوی لاس وژل شوي.
خو په دغه رپوټ کې د قاتلانو په تړاو څه نه دي ویل شوي، رپوټ یوازې پر همدې څرخې چې فلم ستورې وژل شوي، مړه شوې نه ده.
کیرالا ورځپاڼې ډي جي پي شري راج سنګ له قوله د سري دیوي د مرګ په تړاو یو مضمون خپور کړی، چې په کې حیرانوونکي خبري یې لیکلي، دوی ویلي چې مېرمن دیوي ډاکټر عما دهتن په دې تړاو څېړنه کړې او په خبره یې ده ته یې ویلي چې سري دیوي په لوی لاس وژل شوې ده.
شري راج سنګ د خبرو له مخې، چې له ډاکټره یې په دې تړاو پوښتلي او په وینا یې له خبرو یې د ډاکټر له خبرو داسې معلومیږي چې ځينې نښې او ثبوتونه شته چې ثابتولی شي سري دیوی وژل شوې ده او د نوموړې مرګ یوه پېښه نه وه.
ورځپاڼې په دغه مضمون کې دا هم لیکلي چې ډاکټر عمادهتن ویلي چې که څوک هر څومره زیات شراب هم وڅښې نو بیا هم د اوبو په ټب کې نه ډوبیږي او په دغه ټب کې پرته د بل چا له خوا، ډوبېدل امکان نه لري.
د یادولو ده چې ۵۴ کلنه د هندي سینما مشهوره اداکاره سري دیوي تېرکال په متحده عربي اماراتو کې په ځينو مراسمو کې د هوټل په یوه تشناب کې مړه وموندل شوه چې وروسته ورته د یوې پېښې نوم ورکړل شوه.