روژه او سردردي؛ آسانه حللارې یې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: نسیمه محمدي
د روژې سردردي له غرمې وروسته او یا لمر پرېوتو او روژه‌ماتي مخکې پيلېږي. د سردرد شدت د روژو په ډېرېدو زیاتېږي. هغوی چې د کال په اوږدو کې سردردي لري، زیات ګواښ سره مخ دي، خو زیاتره بیا که څه هم د نیم سري (مېګرن) مخینه نه لري هم، په دې میاشت کې په سردرد اخته کېږي، خو ښه ده چې دا سردردي له روژې خوړلو پرته د درملنې وړ ده.
یو له پېژندل شویو لاملونو څخه هم، د زیات چای څښلو عادت دی. د اوږدمهال لپاره د کافئین نه ترلاسه کول د سردرد لامل کېږي، په خاص ډول د روژې په لومړیو ورځو کې.
که هره ورځ د زیات چای څښلو عادت ولرو، نو باید د کافئین اندازه کمه کړو، سره له دې چې روژه پیل شوې، چای او قهوه باید روژه‌ماتي او پېشنمی وڅښل شي، چې د سردرد په مخنیوي کې مرسته کوي. پر دې سربېره د روژې د سردرد څخه د مخنیوي لپاره له روژې ۲ – ۳ اونۍ وړاندې د قهوې او کافئین لرونکو څښاکونو څښل باید کم شي.
download (5).jpg
 
د سردرد بل عام لامل د وینې د قند/ ګلوکوز کمېدل دي. د روژې له پيلېدو وړاندې باید په لوړه کچه خوږه مصرف کړو. چې د وینې د ګلوکوز سطح لوړه شي. دا چاره د سردرد د کمېدو لامل ګرځي، خو له روژې وړاندې یو وخت د کمې خوږې لرونکي خوړو خوړل، د ورځې په اوږدو کې د سردرد لامل ګرځي.
د مغز زیاته برخه له اوبو جوړه او مغز د موجودو اوبو د مقدار کمېدو سره ډېر حساس دی. نو کله چې بدن د اوبو وېش پیلوي او بدن ته د اوږد مهال لپاره اوبه و نه رسېږي، د مغز څخه ساتنه کمېږي. دې هایدرېت په مستقیم ډول د درد، ستړیا، سردرد او د انرژۍ د کمښت سبب ګرځي. نو د پېشنمي پر وخت باید زیاتې اوبه وڅښل شي.
download (4).jpg
په روژه کې د سردرد بل لامل هم د زیات وخت لپاره لوږه یادولای شو، چې د بدن د وازدې د ناقص ميتابولیزم او د کیتوني ترکیب د جوړېدو سبب ګرځي او کله چې په وینه کې د دې ترکیبونو غلظت لوړ شي، نو سردرد او بې حوصلېتوب ته ورته نښې څرګندېږي.
همدارنګه بل څه چې په روژه کې د سردرد سبب ګرځي، کمخوني ده، چې په ښځينه وو کې زیاته عام ده؛ روغتیاپالان دوی ته له پېشنمي وروسته او له خوب وړاندې د عسل/ شات او د جوش اوبو( له لیمو پرته) شربت څښلو سپارښتنه کوي.
هستامین د سردرد او ستړیا لامل ګرځي، په بل عبارت سردرد او ستړیا د هستامین له ملګرو څخه دي. نو باید د روژې په میاشت کې د سردرد لاملونو لکه د مایعاتو احتباس، استرس/ خفګان، ستړیا او د خوب کموالي ته متوجه اوسو. په روژه کې استراحت او کافي خوب د سردرد په کمېدو کې مرسته کوي او له روژه ماتې وروسته سردردي په خپله لمنځه ځي.