- ژباړه: نسیمه محمدي
د تازه ترسرهشویو څېړنو پر اساس، په منظم ډول ورزش کول د ځیګر له سرطانه مخنیوی کوي. د سرطانونو له امله په مړینه کې د ځیګر سرطان څلورم ځای لري او پراختیا یې د (دیابټ، چاغښت) د تشدید له امله په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دی.
چاغوالی او شکر ناروغي د غوړ ځیګر د اخته ناروغانو ترمنځ ډېره عامه ده او دا ناروغي هم د ځیګر (هپاتوسلولار کارسینوما) پوښ د جوړېدو مقدمه ده.
هر کال په ټوله نړۍ کې ۸۰۰ زره کسان په دې سرطان اخته کېږي. دا سرطان، د سرطانونو له امله د مړینې اصلي لامل او په کلني ډول ۷۰۰ زره کسان ترې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د استرالیا طبي ملي پوهنتون څخه د دې څېړنې سرپرست، ډاکټر جفري فارل په وینا: “له کومه ځایه چې د ځیګر د سرطان د درملنې لپاره ګټوره درملنه ډېره کمه او د مړینې او اخته کېدو کچه یې ډېره سره نږدې ده، نو د ځیګر د سرطان د مخنیوي لپاره د درملنیزو لارو چارو لټول ډېر اړین دي.”
د ځینو سر شمېرنو پر بنسټ، هغوی چې په منظم ډول ورزش کوي، د ځیګر سرطان پکې کم لیدل کېږي، خو په دې اړه څېړنې، چې داسې څه چاپېریال پېژندې اساس لري که نه، که لري یې، د دې ساتنې مالیکولي میکانیزم دی، شمېره لږه ده او موندنه یې قاطع نه ده.
له همدې امله، څېړونکو د منظم ورزش کولو د اغېز د څرنګوالي په اړه، د هغو کسانو په خاطر، چې د ځیګر د سرطان له ګواښ سره مخ دي، په چاغو او شکر لرونکو موږکانو څېړنه وکړه.
په دې څېړنه کې، له هغو موږکانو څخه کار واخیستل شو، چې د جنېټیکي پارونې له کبله د ډېر خوراک او اشتها درلودلو په ځوانۍ کې، چاغ او په دویم ټایپ شکر اخته وو.
همدارنګه دغو موږکانو ته د ژوند په لومړیو پړاوونو کې، سرطان زېږېدونکي مواد زرق شوي وو.
وروسته نیمايي له دې موږکانو څخه په ترتیب په ګرځنده څرخ کې کېښودل شول، په داسې حال کې چې نور پاتې موږکان به د ورزش کولو فرصت نه لري او بې حرکته به وي.
د دغو څېړنو د موندنو پر بنسټ، په ګرځنده څرخ کې اېښودل شویو موږکانو ۴۰ کیلو مټره منډه وهله.
په هغې طریقې کې یوازې په لومړیو دریو میاشتو کې د موږکانو وزن کم شو، خو د شپږو میاشتو د ورزش کولو سره سره بیا هم ورزشکار موږکان چاغ وو.
څېړونکو له شپږو میاشتو وروسته دواړه ډله موږکان معاینه کړل او څرګنده شوه، چې له بې حرکته موږکانو څخه یې زیاتره د ځيګر په سرطان اخته شوي، خو هېڅ ورزشکار موږک دا ناروغي نه درلوده.
د څېړونکو په وینا، دې ازمایښت وښوده، چې ورزش په چاغو، غوړځيګر لرونکو او په دویم ټايپ شکر د اخته موږکانو د ځيګر د سرطان مخنیوی کوي.
له ازمايښت څخه د وخت په تېرېدو، ورزشکار موږکان د سرطان په وړاندې په بشپړه توګه مصؤن وو، خو د وزن زیاتېدو یې د سرطان له چارې پېروي نه کوله.
څېړونکي متوجه شول، چې ورزش کول د مالیکولونو پر لړۍ اغېز ښندي او د فشار له امله د پروټينونو د فعالېدو مخه نیسي او د سرطاني غُدو لمنځه وړونکی جِن فعالوي.
ډاکتر فارل وايي: “دا له وړاندې څرګنده شوې وه، چې ورزش کول د ناروغ ځیګر (سیروز) ناروغۍ کې ښهوالی راولي. که چېرې دا څېړنې انسان ته ډېر ورته ژویو، غوړ ځیګر لرونکي انسان کې هم دا پایلې ولري، دا شونتیا شته چې د ځیګر سرطان وځنډوي او که په بشپړه توګه یې درملنه او مخه ونه نیسي، زیاتوالي یې کم او په پایله کې، په ناروغانو کې د پام وړ ښهوالی رامنځته کړي.”
همدارنګه، د مالیکولي مسیر په پېژندلو او د درملنیزو درملو او خوړو لپاره په ورزش سره دا چاره پیاوړې او په چاغو او شکر لرونکو ناروغانو کې د ځيګر د سرطان ګواښ، کم کړي.
سرچینه: Independent