سني دیول د وزیر کېدو وروسته په فلمونو کې خپله بیه هم لوړه کړې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هندي سینما مشهور او تجربه کار فلم ستوری سني دیول له وزیر کېدو وروسته په فلمونو کې د کار کولو په بدل کې خپله بیه هم لوړه کړې.
فلم لوبغاړی سني دیول په ټاکنو کې سږ کال بریالی شو خو اوس ایکسپریس نیوز وایي چې په ټاکنو له بریالي کېدو وروسته یې خپله بیا لوړه کړې.
ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو په حواله لیکلي، سني دیول د خپل راتلونکي فلم(فتح سنګهـ) لپاره د پنځه کروړه پیسو غوښتنه کړې ده.
په رپوټ کې ویل شوي چې د فلم جوړونکو لپاره په دغه اندازه د پیسو ورکړه ستونزمنه ده، نو له همدې امله فلم جوړونکي نیت کړی چې د سني دیول سره خپله لار جدا کړي.
په رپوټ کې ویل شوي د فلم لارښود راجکمار سنتوشي فلم د شوټینګ زیاته برخه به د هند څخه بیرون په لندن کې تر سره کیږي نو د دې لپاره چې فلم لا ښه جوړ نو د ټکنالوژۍ نه په کې کار اخیستل کیږي.
د معلوماتو له مخې د دغه فلم لپاره ۱۵ کروړه بودیجه ځانګړې شوې وه خو دا چې خبره تر ټکنالوژۍ ورسېده نو په بودیجه کې هم اضافه والی راغی او تر ۱۸ کروړه یې زیاته کړې.

د سني دیول له لوري د پنځه کروړه هندي پيسو غوښتل د فلم جوړونکو لپاره سخته ده نو په همدې خاطر دوی د فلم (فتح سنګ) لپاره د یو بل اداکار په لټه کې دي او پرېکړه یې کړې چې د دیول رول بل لوبغاړی ولوبوي.
داسې خبرونه هم خپاره شوي چې فلم جوړوونکی نیت لري د سني دیول پر ځای د سوت انډین فلمونو یو لوبغاړی غوره شي.
د یادولو ده چې سني دیول د بي جي پي د ګوند په ټکټ د پنجاب ایالت د ګورداس پور له سېمي په ټاکنو کې برخه واخیسته او کامیاب شو.