“ثانیه میرزا” د ماشوم له زیږون وروسته شپږویشت ۲۶ کیلو وزن صرف په څلورو ۴ میاشتو کې کم کړی او خپل دغه پلان یې له ټولو ښځو سره هم شریک کړ.
“ثانیا میرزا” د بهارت ټینس لوبې نوموتې ښځینه لوبغاړې او د پاکستان کرکټ ټیم (پخوانې کپتان) شعیب ملک د ژوند ملګرې ده، چې د ماشوم د زیږون وروسته یې خپل ۲۶ کیلو وزن صرف په ۴ میاشتو کې کم کړ.
ثانیا میرزا ” تل خپلو مینه والو سره د ټولینزو رسنیو له لیارې د خپل وزن د کمولو انځورونه او ویډیوګانې؛ چې د تمرین کولو په حال کې وي شریکوي.
هغې په دې وروستیو کې په انځوریزه ټولنیزه رسنۍ “انسټاګرام” کې خپل دوه انځورونه چې په یوه کې د ماشوم زیږون څخه وروسته ۸۹ کیلو وزن لري او دویم هغه پخوانی انځور دی چې په کې ۶۳ کیلو وزن لري شریک (خپاره) کړي او لیکلي دي: ۸۹ د ۶۳ په مقابل کې.
هغه د دې ترڅنګ لیکي، مونږ ټول خپل اهداف لرو چې ځینې یې ورځینې او ځینې اوږدمهاله دي.
زه مې په خپلو اهدافو ویاړم.
ما د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره څلور میاشتې وخت ونیوه.
زما دې هدف چې د ماشوم د زیږون وروسته روغه رمټه او چسته اوسم څلور میاشتې وخت ونیوه، داسې انګېرم چې پس له اوږدې مودې بیرته روغ رمټ ژوند ته راګرځیدلې یم، او د خپلو لوړو کچو سیالو ته مخه کوم.
ثانیا میرزا لیکي؛ خپلو خوبونو پسې لاړشئ، رښتیا یې کړئ، خپل اهداف مو پلي کړئ، اړینه نده چې څومره خلک تاسو پسې خبرې کوي او تاسو ته وایي تاسو یي نشئ کولی.
د خلکو خبرو پسې مه کرځئ، ځکه خدای خبر چې داسې څومره خولې به تاسو حوصله ماتۍ پسې خلاصې وي.
په پای کې ليکي:
« که زه یې کولی شم نو ته یې هم کولی شي، په ځان باور ولره…»
د یادونې وړ ده چې د ټینس لوبغاړي ثانیا میرزا او پاکستان کرکټ ټیم پخوانې کپتان شعیب ملک په ۲۰۱۰ دولسم کال اپریل میاشت کې سره واد کړی دی.