سنګاکارا چې د سریلانکا وېکټ ساتونکی لوبغاړی او لوبډلمشر پاتې شوی، اوس تازه د مېریلېبن کرکټ کلب لپاره مشر ټاکل شوی دی.
هغه له دې دندې وروسته په خپلو لومړیو څرګندونو کې د ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریز جام غوره بللی دی.
سنګاکارا چې ۴۱ کاله عمر لري، وایي دا نړیوال جام به خورا جذباتي او له جوش ډک وي.
د دې جام لپآره د کابو ۴ میاشتو راهیسې د نړۍ ګوټ، ګوټ کې پراخ کمپاین روان و، چې د ټېکټونو پلور مسایل یې له وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا په وېب پاڼه کې خپریدل او خلک یې له نږدې څخه د لسو لوبډلو لوبو نندارې ته رابلل.
کارا زیاتوي، زما په اند دا نړیوال جام به د ټولو نړیوالو جامونو په پرتله خورا جذاب وي، ځکه چې د افغانستان په څېر نوې لوبډله هم پکې شتون لري.
سېنګا کارا د آې سي سي او ایم سي سي ستاینه کړې، چې نوې لوبډله یې، چې ظاهراَ یې اشاره د افغانستان ټیم ته وه، په لوبو کې شامل کړی دی.
سېنګا کارا وایي دا نوي هېوادونه کولای شي لوبې لا دلچسپې کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ د پراختیا لپاره ډېر اوږود کمپاین وکړ، چې خلک لا تشویق شي او هېوادونه کرکټ وپېژني؛ نو دا نړیوال جام یې په لسو هېوادونو وګرځاوه او جام یې آن افغانستان ته هم راوړ.
هرات، بامیان او کابل ولایتونو ته جام یوړل شو.
هېوادونو ته د دې جام وړل د نړیوال جام او کرکټ لوبې د پراختیا او پرمختګ لپاره ستر کمپاین و.
افغانستان ته د دې جام په راوړلو او ښارونو کې ګرځولو سره یې د افغانانو مینه له کرکټ نړیوالې شورا سره زیاته کړه، همدا شان په هر هېواد کې د دې جام ګرځول او خلکو ته د مراسمو په ترڅ کې ښودل د کرکټ د پرمختګ نښې نښانې دي.