د ولسمشر غني په اړه دا خبره مشهوره ده، چې پر حکومتي څوکیو ګومارنې او انفکاک دواړه یې تر ډېره د فیسبوک شبکې له لارې کیږي.
پر ده دا تور ان د ده د حکومت شریکوال( ډاکټرعبدالله) هم پورې کړی.
عبدالله، چې ورسره د ګډ حکومت د هوکړې له مخې ښاغلی غني باید په ټولو لوړپوړو ګومارنو او انفکاکونو کې مشوره وکړي او هغه ته هم نېمایي ونډه پکې ورکړي، څه موده مخکې د وزیرانو شورا د غونډې پر وخت پر ولسمشر له دې اړخه نیوکه وکړه.
هغه وویل: زه او ډېر وزیران د فیسبوک له لارې خبریږو، چې کوم وزیر یې نوی ټاکلی او کوم یې ګوښه کړی دی.
د ولسمشر بله کاپي
دلته د یوه بل هېواد نوی ټاکل شوی ولسمشر او هغه ورته والی یې درسره شریکوو، چې د ولسمشر غني کاپي ګڼل کیږي.
دا کس د السالوادور نوی ټاکل شوی ولسمشر دی، چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر وخت یې هم زیاته تکیه پر ټولنیزو رسنیو وه او اوس هم ډېر کارونه د همدغو رسنیو او خاصتاً د ټویټر شبکې له لارې کوي.
دا ولسمشر نجیب ابوکیله نومیږي او ۳۷ کلن دی.
هغه مخکې تر دې د پلازمېنې سان سالوادور ښاروال و، چې تېره شنبه یې د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پرځای کړل.
ابوکیله د واک پر ګدۍ له کیناستو سره اکثره مخکیني چارواکي د ټویټر په ټویټونو ګوښه او پرځای یې نور چارواکي وټاکل.
څوک یې ګوښه کړل؟
ولسمشر ابوکیله ترډېره هغه کسان ګوښه کړل، چې د مخکیني ولسمشر سانچز سرن له نیږدې کسانو ګڼل کیدل.
هغه تېره سې شنبه په یوه ټویټ کې ولیکل: د لمریزې انرژۍ د کمیسون ریس ته امر کیږي، چې د مخکیني ولسمشر سانچز سرن لور کلاودیو سانچز ویلالتا له دندې ګوښه او پرځای یې یو بل څوک وټاکي.
د ټویټر په اړه یې
د ابوکیله ټویټر ۷ سوه زره فالورز یا څارونکي لري.
هغه ډېر نور کسان هم په یاده بڼه ګوښه کړي یا ګومارلي دي.
جالبه دا ده، چې د ابوکیله له ولسمشر کیدو سره د هېواد ډېر نور چارواکي یې هم ټویټري شوي.
د ده هغه مامورین، چې دی ورته د ځینو چارو په اړه امر کوي، سمدستي دی په ټویټر کې بیرته مینشن کوي او ډاډ ورکوي، چې امر یې ترلاسه کړی او سمدستي اقدام به کیږي.
غبرګونونه څه دي؟
د ابوکیله دغه ټویټري حکومتولي هم له نیوکو او هم له هرکلي سره مخ شوې ده.
د هغه پلویانو د حکومتولۍ دغه بڼه ستایلې او ویلي، چې اسانه او موثره لاره ده.
خو مخالفینو یې ویلي، چې ابوکیله دیکتاتوري کوي او دا د حکومتولۍ مناسبه او انساني طریقه نه ده.
ټرمپ د هېرولو نه دی!
له ابوکیله څخه مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ټویټري ګومارنې، انفکاک او نور احکام ډېر صادر کړي.
هغه هم ډېر خلک د ټویټر په وسیله ټاکلي، ګوښه کړي او ان له هېوادونو سره ناندرۍ یې د دغې شبکې په وسیله پیل کړي.
جالبه دا ده، چې د یاد شوي هېواد نوي ولسمشر ته هم ټرمپ په ټویټر کې د ټاکل کیدو مبارکي ویلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.