لیکنه: محمدصابر حمیدي
په امریکا کې تور پوستی زنداني ۴۴ کاله وروسته بې ګناه وپېژندل شو.
د رپوټونو پر اساس د امریکا په متحده ایالاتو کې یو تورپوستی له ۴۴ کلونو زندان تېرولو سره وروسته بې ګناه وپېژندل شو او له زندان څخه ازاد کړل شو.
د ان بي سي خبري اژانس د راپور له مخي د روني لونګ په نامه ۶۴ کلن تور پوستي پر یوې سپین پوستي نجلۍ د جنسي تېري په تور ۴۴ کاله زندان کې تېر کړل.
A Black man was freed from prison Thursday after serving 44 years for a rape he says he didn't commit. https://t.co/9OOSlfh2lV
— NBC News (@NBCNews) August 28, 2020
په راپور کې راغلي چې روني لونګ د پنجشنبې پر ورځ په شمالي کارولینا کي تر ۴۴ کلن بند تېرولو وروسته خوشي سو.
لونګ تر خوشي کېدلو وروسته وویل:
“خپلې کورنۍ ته تل سترګې په لاره وم، چې ځینې مې لا تراوسه نه دي لیدلي. زه به تر ازادېدو وروسته له هرې دقیقې څخه خوند واخلم.“
هغه وروسته له هغه خوشی شو، چې د استیناف محکمې هغه بې ګناه ثابت کړ.
په ۱۹۷۶م کې پر روني لونګ باندي د جنسيتېري او غلا په تور عمر قید سزا اورول شوې وه.