د سلمان خان ‘رادې’ فلم په ۴ ورځو کې یوازې ۶۰ زره روپۍ ګټلي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د بالیووډ اداکار “سلمان خان” فلم ‘راډي (یور موسټ وانټډ بهای) په کورونایي ویروس کې هم له سینمایي کورنیو څخه ۶۰۰۰۰ هندي روپۍ عاید ترلاسه کړی.

د سلمان خان فلم ‘رادې’ په اختر کې خپور شو، خو د کورونا له امله دغه فلم آنلاین سټینګ پلیټ فارمونو کې خپور شو.

فلم د کورونا لاک ډاؤن له امله د هندوستان په تریپوره ایالت کې یوازې په دریو سینماګانو کې خپور شو.

په سینماګانو کې د کرونا ګراف له امله، هره ورځ د فلم ۱۱ نندارې ښودل کېږي. د راپورونو له مخې، فلم په لومړۍ ورځ “لس زره او ۴۳۲ هندي روپۍ، په دوهمه ورځ ۲۲ زره ۵۱۸ روپۍ، په درېیمه ورځ، ۱۳ زره ۴۸۵ روپۍ او په څلورمه هم ورځ، ۱۳ زره ۴۸۵ هندي کلدارې جوړي کړي وي.

پدې توګه، په ۴ ورځو کې ، د ‘رادې’ فلم ټولټال عاید ۵۹ زره او ۹۲۰ هندي روپۍ و.

له بلې خوا ، فلم ‘رادا’ په لومړۍ ورځ آنلاین پلیټ فارم کې له ۴ میلیون څخه ډېر ځله لیدل شوی، چې یو ځانګړی ریکارډ دی.