مشهور او پیاوړی افغان شاعر، لیکوال او سیاستوال سلیمان لایق په یوه ټویټر پيغام کې ویلي چې د دښمن جرړې به ژر وویستل شي.
سلیمان لایق دا خبره وروسته له هغې کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عارف وزیر په یوه برید کې شهید شو او لر و بر فعالانو له لورې دا کار د پنجاب د حکومت وبلل شو، چې غواړي د تیر په څیر د غورځنګ غړي یو یو ووژني او له منځه یې یوسي.
ښاغلي لایق لیکلي:
«پشتون ژغورنې غورزنګ د پشتانو خپل منځی کې دومره اتفاق راوستو چی نن د یو پشتون په وژنه ټول پشتون قام خفه دی.»
هغه د پښتنو ترمنځ پر یووالي خوښي ښودلې او دا ډول یووالی یې ښه زیری بللی دی.
ددې ترڅنګ ښاغلي لایق د پوه ځوانانو یادونه کړې چې په وینا یې دا قشر کولی شي د دښمنانو اصلي ریښې له منځه یوسي، خو غږ یې کړی چې صبر وکړي او هدف به یې دا وي څو خلک لا ډیر راویښ او یو شي.
هغه لیکلي:
«او داهم واوری چی پشتون ژغورنې غورزنګ قام ته اصلی دوشمن په ګوته کو چی څوک او څله پشتانه وژنی. په غورزنګ کې ډیر پوه ځوانان د دوشمن جرړې به وباسی بس صبر.»
سلیمان لایق چې ۸۹ کاله عمر لري د افغانستان په سیاست او فرهنګ کې ډیر پاتې شوی باتجربه شخصیت دی، څه وخت وړاندې د ترهګرو په یوه چاودنه کې په کابل کې سخت ټپي او د ژورو ټپونو له امله مرګوني حالت سره مخ و، خو څه وخت وروسته بهر ته د تداوۍ لپاره لاړ او ښکاري چې اوس یې وضعیت ښه دی.
پشتون ژغورنې غورزنګ د پشتانو خپل منځی کې دومره اتفاق راوستو چی نن د یو پشتون په وژنه ټول پشتون قام خفه دی.
او داهم واوری چی پشتون ژغورنې غورزنګ قام ته اصلی دوشمن په ګوته کو چی څوک او څله پشتانه وژنی. په غورزنګ کې ډیر پوه ځوانان د دوشمن جرړې به وباسی بس صبر#StateKilledArifWazir— سلیمان لایق (@slemanlayaq) May 2, 2020
هغه د پنجاب پر ضد ګڼې لیکنې او شعرونه لیکلي او افغان ځوانان او خلک یې هڅولي چې د وطن ورانولو پرځای یووالي، ورورګلوۍ، ابادۍ او د اصلي دښمن پر ضد یو شي.
د هغه یو مشهور شعر
ګوره ډوبیدونکی لمر به تور ماښام ته څه وايي
دا له زَرو جوړ باچا زنگي غلام ته څه وایي
بیا په بدمستۍ کې د الله حرم ته ننووت
سور مومن ددې جومات منکر امام ته څه وایي
زموږ شهید په جګو سترګو سرې پانسۍ ته وخندل
ګوره د تاریخ قاضي به دې فرجام ته څه وایي
وینو د نجیب د شپې په تورو څڼو وشیندل
عطر د منصور، خدایه لا دې مقام ته څه وایي
تږی و، عاشق و، بې پروایې په سر واړول
وپوښتئ سقراط چې دې د زهرو جام ته څه وایي
زموږ کابل په سپینه ورځ یو سور حمام د وینو شو
اوس سپینې کوترې دې خوني حمام ته څه وایي
نن یې له ډولۍ نه تکه توره ناوې کوزه شوه
اوس به دا دحورو زومان ټول اسلام ته څه وایي
بیایې د حرم مارغه ته ږیره لومه لومه کړه
ګوره د مکې صیادان دغه دام ته څه وایي
تور پنجاب یې راووست د کابل په زړه یې کیناوه
اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وایي