خلک تېر وخت پسې منګولې مروړي
وختونو مونږ پسې ارمان کړی دی
“سلیم راز”
د پښتونخوا نومیالی ادیب شاعر او سياستوال “سليم راز” پرون د ژوند پور پرې کړ.
د پښتو ژبې تکړه او پیاوړی شاعر، څیړونکی، کالم لیکونکی او لیکوال “سلیم راز” په (۱۹۳۹ زېږديز د مارچ میاشتې په ۲۹ نېټه _ ۱۳۱۸ لېږديز لمريز) کال، خيبر پښتونخوا) د خېبر پښتونخوا ايالت په چارسده ولسوالۍ (ضلع) کې د “ملک امان خان ” کره زېږېدلی دی.
سلیم راز خپلې لومړنۍ زده کړې د مشن پرائمري ښوونځي، بنو څخه ترلاسه کړي او نومړی د پښتو ژبې نړیوال کنفرانس بنسټ ایښودونکی رییس پاتې شوی دی، چې په کراچۍ کې یې هم د پښتو دوه نړیوال کنفرانسونه جوړ شول.
په ملي کچه، هغه د عوامي ژبو د انکشافي سازمان، د اديبي انجمن پښتونخوا مشر و، په هغه وخت کې، هغه د پښتو د نړیوالې جرګې یا کنفرانس رییس و، د ده په شاعرۍ کې د انسانیت و مینې خواږه او د ظلم او استحصال څخه شدید نفرت لیدل کېږي.
د هغه د ادبي غوره خدمتونو لپاره، هغه ته په ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ جایزه ورکړل شوه.
تر اوسه د ښاغلي سليم راز څه کم ۵۰ بېلابېل اثار چاپ شوي، چې د ځينو نومونه يې په لاندې ډول دي:
۱- د د زخمونو پسرلی (شعري ټولګه).
۲- زه لمحه لمحه قتلېږم (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۹ ز کال چاپ.
۳- تنقيدي کرښې (کره کتنه)، د کال غوره کتاب نوم يې گټلی دی.
۴- له باړې تر باړه ګلۍ (راپورتاژ، يونليک).
۵- ادب او تنقیدي مسایل.
او نور…
سلیم راز له اوږدې ناروغۍ وروسته په ۸۲ کلنۍ کې ومړ او په چارسده کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
انا لله و انا الیه راجعون
سعدیا مرد نیکو نام نمیرد هرګز
مرده ان است که نامش به نیکویی نبرند
اديب او سياستوال سليم راز اروا دې ښاده
او ارامه وي.