پر امرالله صالح برید ته غبرګونونه؛ دا کار د سولې پروسې د ناکامولو هڅه بلل شوې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
راپور: نسیمه محمدي

د ولسمشر پر لومړي مرستیال بريد کورني او بهرني غبرګونونه پارولي دي.
د پرون ورځې له بريد وروسته، یو شمېر سیاسي څېرو، عبدالله عبدالله د ملي پخلاینې عالي شورا رییس، محمد سرور دانش، د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال او حمدالله محب د امرالله صالح لیدلو ته ورغلي وو.
ارګ د یوې خبرپانې په خپرولو سره پر امرالله صالح برېد په کلکه غندلی. د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر اشرف غني له قوله لیکلي: ”

” ترهګر او بهرني ملاتړي یې د دا ډول جنایتونو په تر سره کولو سره؛ سوله، جمهوریت او د هېواد روښانه راتلونکې، چې د هېوادوالو اساسي او ستره هیله ده، کمزورې کولای نشي.”

خبرپاڼه زیاتوې، چې د تروریستانو پر وړاندې د هېواد امنیتي ځواکونو مبارزه به په جدیت او مېړانې سره دوام ولري.
عبدالله عبدالله د ملي پخلاینې عالي شورا رییس هم، پر ښاغلي صالح بريد غندلی دی. ښاغلی عبدالله وايي، دا چې حکومت د بین الافغاني خبرو په درشل کې دی او خلک د وینې تويېدنې او جګړې د درېدلو غوښتونکي دي، پر لومړي معاون برید دا مانا لري، چې د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان سوله نه غواړي، چې د جنایتونو ځنځير وشلېږي او افغانستان سولې او پایښت ته ورسېږي.

د سولې عالي شورا رییس د اړوندو ادارو له لوري د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.
محمد سرور دانش د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال، پر ښاغلي صالح بريد د سولې د پروګرام ښکاره نقض وباله. ښاغلی سرور وايي، په داسې حال کې چې ټول د حکومت او طالبان ترمنځ خبرو ته په تمه دي،”پر لومړي مرستیال بريد د سولې د پروګرام ښکاره نقض دی.”

نوموړي زیاته کړه:

“د سولې او خلکو دښمنان او مخالفان باید پوه شي، چې د افغان ملت اراده د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او د سولې د تحقیق لپاره ټینګه ده.”

د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په خپل ټوېټر لیکلي:

“ترهګر د وهم او کرکې په خپرولو سره، خپلو شومو موخو ته نشي رسېدای. پر امرالله صالح ورور د برېد وروسته د هغه په کاري دفتر کې لیدنه وکړه، چې د خدای په فضل صحتمند دی. د شهیدانو لپاره جنت فردوس او ټپیانو لپاره عاجله شِفا غواړم.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د برید غندلو ترڅنګ وویل:

” د هېواد دښمنان د سولې د پروسې خنډ کېدای نشي. سولې ته د رسېدلو لپاره زموږ عزم ټینګ دی.”

د ولسي جرګې رییس مشر مير رحمان رحماني د پرونۍ ورځې په عمومي غونډه کې هم، دا برید وغنده. ښاغلی رحماني وايي، د اففانستان دښمنان، د بهرنیو کړیو په ملاتړ، هڅه کوي د بین الافغاني خبرو اترو فعاله پروسه تخریب کړي.

د شمالي اتلانتیک ټړون سازمان یا ناټو هم د برید د غندلو ترڅنګ وايي، د سولې دښمنان، د مذاکراتو د پیل او تاوتریخوالي د ختمېدلو لپاره د افغانستان د خلکو هڅې نادیده نیسي.
د ناټو ملکي سفیر وویل:

” د کابل برید چې امرالله صالح یې موخه وه او څو مړه او ټپیان یې لرل، په کلکو ټکو غندو. د افغانستان دښمنان تل، د افغانانو د سولې د غوښتنو او مذاکراتو څخه سترګې پټوي. ناټو د یوه با ثباته افغانستان لپاره د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی.”


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم پېښه غندلی او د پېښې قربانیانو سره یې همدردي ښودلې ده.
د ولسمشر د لومړي مرستیال د موټرو کاروان پرون د سهار ۷:۳۰ د تایمني پخوانۍ څلور لارې د څلورمې حوزې اړوند د برید هدف وګرځېد.
د کورنیو چارو وزارت د برید عامل ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي یادوي. طارق آرین د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، پېښې لس ملکي وګړي مړه او ۱۵ نور د ښاغلي صالح په شمول ټپیان کړي دي.
امرالله صالح د ولسمشر لومړي مرستیال د يو ويډیويي پیغام په خپرولو وايي، په پېښه کې یې څو ساتونکي ټپیان شوي دي. د صالح په وینا په پېښه کې نوموړی او زوی یې برسېرن ژوبل شوي دي.
تېر کال هم، ښاغلی صالح د” روند سبز” په دفتر کې د برید موخه وګرځېد. په هغه برېد کې شل کسه مړه او پنځوس نور ټپیان شوي ول.