لیکنه: وکیل احمد عزیزي
د پیغمبرانو په زمانه کې په خدای جل جلاله د باور کولو لپاره عقلي طریقه معجزه وه، اوس دا کار ساینس کوي. د رسول الله مبارک د معراج معجزه له نوي فزیک سره یوه لویه مرسته ده او د فزیک د دغې برخې د ثبوت لپاره دا معجزه یو عملي مثال دی.
په ۱۹۳۵ کې البرت اینسټاین او ناتن روزن په یوه مقاله کې وویل چې عمومي نسبي تیوري په فضا کې د Bridges یا پُلونو په نامه د جوړښتونو شتون مني. دغه جوړښتونه اوس فزیکپوهان Wormholes یا لنډې لارې بولي چې په کایناتو کې د وخت – فضا بېلابېلې لېرې سیمې سره نښلوي. مانا د دغو لنډو لارو په وسیله یو څوک کولای شي چې په میلیاردونو کیلومتره لیرې واټن په یو څو کیلو مترو بدل کړي.
د دې مثال داسې دی لکه له کابل څخه چې جلال اباد ته پخوا سفر اوږد وخت نیول، خو کله چې په ماهیپر غره کې تونلونه وایستل شول، جلال اباد ته د تګ وخت هم را لنډ شو او لاره هم را لنډه شوه. نو مطلب دا دی چې معراج ته په یوه شپه کې د تګ او راتګ د منلو لپاره اوس عقلي دلیل او ثبوت فزیک په لاس راکړ. تر اوسه دغه شی تجربه شوی نه دی، مګر بلک هولز په څېر یې تر مشاهدې وړاندې علمي شواهد شته. (البته ځینې وایي چې د معراج تګ مراقبه وه، که د مراقبې حالت و، هغه بیا د ارواپوهنې د پاراسایکولوجي برخه ده چې تر ارواپوهنې ور هاخوا بحثونه دي او له روح سره اړیکه لري. مطلب دا برخه یې هم په ساینس کې ثابته ده.)
ځینې خلک بیا دا سوال کوي چې د شق القمر په معجزه کې چې سپوږمۍ دوې خواوي شوه او دواړې خواوې یې د رسول الله مبارک تر وزرونو لاندې شولې، سپوږمۍ خو ډېره لویه ده، نو څرنګه د یو انسان تر وزرونو پټه شي؟
ځواب دا دی چې د یو جسم کثافت زیاتېدای او حجم کمېدای شي، مثلا موږ داسې ستوري لرو چې د یوې وړې ذرې دروندوالی یې دومره دی، لکه د اینچ په میلیونمه برخه حجم کې چې د ځمکې تر ټولو لوی غر ځای پر ځای شي، نو چې یوه ذره یې دومره کېدای شي، په یو موټی کتله کې یې تقریباً زموږ ټول لمریز نظام ځایېدای شي. نو د سپوږمۍ دوې ټوټې خو اسانه تر وزرونو لاندې ځایېدای شي.
البته که یو څوک یو وار شق القمر مني، نو دغه پوښتنه یې په خپله له منځه ځي. ځینې معجزې خاص د هغې لحظې د خلکو لپاره وي، نو د شق القمر د معجزې ځکه تاریخي شواهد نشته. لنډمهاله معجزې لکه د طور د غره لړزه، د موسی علیه السلام امسا او لاس. مګر ځینې نښانې او معجزې بیا دایمي وي، لکه د فرعون د وجود شتون او د غرقېدا کیسه او د نوح علیه السلام توپان چې علامې یې د همالیا په غرء کې شته او د کښتۍ ټوټې یې په موزیمونو کې دي.
اوس موږ بې تکلیفه ویلای شو چې کاینات رښتیا هم خدای پاک له نیستي څخه جوړ کړي دي. ځکه یو خو په کایناتو کې د مادې د جوړښت بنسټیزې ذرې کتله او نور ابعاد نه لري او زموږ په څلور بعدي سیسټم کې نېستي بلل کېږي او بل دا چې د کایناتو د جوړښت لپاره د سترې چاودنې په مخکښه تیوري کې وایو چې کاینات له نیستي څخه پیل شوي دي. دلته یوه اړینه خبره دا ده چې لومړی باید د هستي او نېستي په خپلو تعر یفاتو قناعت سره وکړو، یعنې موږ هغه څه هست بولو چې زموږ په څلور بعدي سیسټم کې داخل وي او هغه څه نیست دي چې دا ابعاد و نه لري، نو تر سترې چاودنې مخکې خو دا هیڅ هم نه وو او که ذرې موجودې هم وې، هغه زموږ په ابعادو کې نېستي بلل کېږي، ځکه هیڅ ابعاد یې نه لرل.
په اسلام کې هم دغه خبره شوې چې خدای جل جلاله له هستي څخه نیستي جوړوي او له نیستي څخه هستي رامنځته کوي. د خدای جل جلاله د دغه قدرت د ثبوت په سر څلور ورځې مخکې یوه کافر، راجرپنروس د نوبل جایزه وګټله. دې ساینسپوه او ملګري یې (سټیفن هاکینګ) ۴۵ کاله مخکې ثابته کړه چې کاینات پیل او پای لري. پیغمبران داسې خلک وو چې د اخروي ژوند د سمبالښت پهپار یې د خدای قدرتونه راپېژندل او د خدای د امر منلو ته یې هڅولو، مګر له کله چې نبوت بند شوی دی، د خدای قدرتونه د داسې انسانانو (ځینو ساینسپوهانو) په وسیله را څرګندېږي چې خدای نه مني. دوی د خدای په قدرتونو او کایناتو کې ژور تللي چې خالق یې هېر کړی دی.
البته ساینس مکمل دین او خدای نه شي تعریفولای او ثابتولای، ځکه یو خو دا د انسان پوهه ده او بل دا چې که چېري خدای پاک بشپړ تعریف کړي نو دا خو بیا د خدای پاک د قدرتونو د محدودیت مانا لري، ځکه تعریف یو شی محدودوي.
نوټ: په دا کوم عکس چې نوم لیکلی دی، هغه د همدې لنډو لارو یا Wormholes په هکله یو معتبر کتاب دی او په دا بل تصویر کې د دوو لیرې سیمو تر منځ اوږده او لنډه لاره لیدل کېږي.