د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله په ۵ اړخیزه سیالیو کي خپله درېیمه لوبه پرون شنبه د ویتنام فوټبال ساحلي ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي یاد هیواد ته ئې ۷ ګولونه پر ۳ سخته ماته ورکړه.
په پنځه اړخیزه فوټبال ساحلي لوبو کي دا د افغانستان درېیمه لوبه وه. افغانستان په لومړۍ لوبه کي د کوربه ټایلینډ څخه او په دوهمه لوبه کي ئې بیا د چین څخه ماته وخوړه.
افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډله څلورمه او وروستۍ لوبه نن یکشنبه د مالیزیا په وړاندي ترسره کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي دا لوبي په ټایلینډ هیواد کي رواني دي، چي د افغانستان په ګډون کوربه ټایلینډ، چین، مالیزیا او ویتنام هیوادونه شتون لري.
د پنځو هیوادونو ترمنځ د فوټبال دا ساحلي لوبي د تیري چهارشنبې په ورځ پیل سوې او تر ۶ ورځو دوام وروسته راتلونکې دوشنبه پای ته رسیږي.
ټایلینډ ته ۱۶ کسیزه ټیم سفر کړی، چي ۱۲ پکښي لوبغاړي، یو د ټیم روزونکی، د ټیم مشر، ډاکټر او عکس اخیستونکی شامل دي.
۱۲ کسیزه لوبډله کي کاوش حیدري، نوید افغان، زین الدین شریفي، جمیل ناصري، مرتضی جعفري، سمیع الله محمدي، رامز فاروقي، تمیم حیدري، فهیم حیدري، عمران ولیزاده، اُمید همایون او شفیع بعیات شامل دي.