له عاجز ماشوم سره داسې چلن وکړئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
د ماشومانو او ځینو غټانو عاجزي د اوسنۍ ټولنې یوه مهمه ستونزه ده. د ارواپوهنې له انده هغه حالت کې چې ماشوم یوازیتوب او ګوښې لوبې غوره وګڼلې، دې ته عاجزي او بې جرأتي وايي. بې جرأته ماشوم تل هڅه کوي چې یوازې وي، د خلکو مخې ته نه ورځي، د دغې عاجزۍ ځینې نښې یې په کړنو کې راڅرګندېږي، ځکه چې دا لاملونه ټول یو له بل سره اړیکه لري.
لومړنی ماشوم او یوازینی اولاد ډېری وخت عاجز وي:
کله چې یوه کورنۍ یو اولاد ولري، یا که ډېر اولادونه لري، لومړنی اولاد یې ځینې وختونه عاجز وي، ځکه چې تر نورو دوی ته ډېره پاملرنه کوي. که مور/ پلار دې اولاد ته خورا ډېره پاملرنه هم وکړي، هغه کم جرأته کېږي.
د بې جرأتۍ پایلې
ګوښیتوب او بې جرأتي کېدای شي د ځينو اروايي او جسمي ناروغیو سرچینې وي. دا عاجزي د زړه د ضربان د چټکېدو، ساییزو ستونزو، د لاس لړزې، د غږ بدلون، د ژبې بندښت، د خولې د وچېدو، د ځان نه ګټلو، د شخصیتي ستونزو آن د علمي رکود لامل کېږي. د ځينو ارواپوهانو په اند دا چاره ګډ وډي نه، یوازې یوه ستونزه ده، خو که پاملرنه ورته ونه شي، ممکن جدي ستونزه ترې شي.
دا ډول ماشومان ډېر ملګري هم نه شي پیدا کولی، کېدي شي د ناپوهۍ لامل یې شي او د کمزورۍ احساس وکړي. ارواپوهنه وايي چې دوی د عاجزۍ احساس کوي، خو کېدی شي په اصل کې زیرک او ځواکمن کسان وي. بې جرأته کسان فکر کوي چې د هر کار په کولو کې عاجز دي او ټول خلک د دوی کړنې په ذره‌بین کې ګوري.
د دې بې جرأتۍ د کمولو لارې

  • ملنډې مه پرې وهئ، ډارن، عاجز، ناپوه، غونجی، بېعقل مه ورته وایاست؛
  • که همزولو سره لوبې نه کوي، مه ورته غوسه کېږئ؛
  • له نورو سره یې مه پرتله کوئ او د بې جرأتۍ پېغور مه ورکوئ؛
  • هغه ډاډه کړئ چئ په امن کې دی، له نورو یې مه وېروئ؛
  • هغه ډله‌ییزې لوبې ورسره وکړئ چې لویان او ماشومان یې په ګډه کوي؛
  • پر هغه د بې جرأته ماشوم ټاپه مه لګوئ، که چا درنه وپوښتل چې دا/ دی شرمندوک دی؟، تاسو به ووایئ چې نه، نه دی یوازې لږ وخت ته اړتیا لري؛
  • کله مو چې چېرته لېږه یا مو له ځان بېوه، تر تلو دمخه ورته وایئ چې دغه ځای یا مېلمستیا کې دغه خبره ده او موږ به څه ډول چلن کوو؛
  • هغه/ هغې ته ښه نمونه شئ. ماشومان ډېری وخت مور/ پلار خپله الګو ټاکي؛
  • څومره مو چې له لاسه کېدل، هومره یې پر نفس باور ورته پیاوړی کړئ؛
  • ټولنیزې کړنې او چارې ورزده کړئ. دا فعالیتونه د ښکنځلو او خرابو کړنو ټولګه نه ده، مناسب او سم کارونه ورزده کړئ؛ مثلاً: سلام، موسکا، خندا، نزاکت، ملګرتیا، درناوی…؛
  • کومو ځایونو کې چې ماشومانو سمې لوبې کولې هلته یې ورولئ. که نه ورته، مه یې اړباسئ، کېدی شي وخت ته به اړتیا لري؛
  • تر څو له ښوونځي او مدرسو سره بلدېږي، تاسو یې تر هغه ځایه بوځئ؛
  • کله کله یې ښوونځي ته ورشئ، احوال یې واخلئ چې پوه شي ستاسو ورته پام دی.