له منفي فکرونو ځان ژغورل

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: کریسټوفر کلارکي
ژباړه: غازي عابد
کریسټوفر کلارکي وايي، دلته درسره زه خپلې هغه تجربې شریکووم چې ما د منفي فکر پر ضد مبارزې او د منفي فکر د له منځه وړلو پرمهال ترلاسه کړې دي:
۱- پام مو وي چې فکرونه یوازې فکرونه دي
فکرونه یوازې فکرونه بلل او ډیر تشویش ورته نه کولو (که کوم منفي فکر به راغی، عمل مې نه پرې کاوه، بابیزه مې ګاڼه) له ما سره مرسته کړې څو خپل ذهن او مغز له پرلپسې ګډوډۍ وساتم.
ما له ځانه سره فکر وکړ چې زما د هر ډول بدبختۍ، ناکامۍ او بدبینۍ یوازینی لامل زما منفي ګرايي یا منفي فکر دی.
نو منفي ګرايي د بدو، مبتذلو او ګډوډو فکرونو هغه ‌ډله ده چې ستاسې له ذهنه هوساینه او ارامي وړي؛ خو هیڅ ډول ښه پیغام او ګټه درته نه لري.
۲- ذهن او فکر مو پاک کړئ
د ذهن، دماغ او فکر پاکوالی باید یو ټولییز او اړین هدف وي. ستاسې مغز (تاسې) نه یۍ؛ خو (ستاسې) لپاره یوه وسیله ده چې استعمال یې کړئ. اما دا به لږ سخته وي چې خپل مغز په منظمه توګه وکاروئ.
نو هغه وخت خپل ذهن خلاص او پاک ساتلی شئ چې کله ښه ژور فکر وکړئ، چې څه باید وکړئ، څه راته ګټه لري او دا هم ووایۍ چې دا دماغ باید زه په خپله ګټه وکاروم، نه دا چې په منفي او بې ځایه فکرونو یې خراب کړم.
هرکله چې مو فکري خلاصون او روڼتیا نه درلوده او تل په منفیاتو پسې وۍ؛ دا داسې مانا لري لکه کله چې پيلوټ خپل سري او بې پامي وکړي، نو له خطرناکو او ویجاړوونکو حالاتو سره مخ کیږي؛ که تاسې هم د خپل ذهن د روښانه ساتلو غم ونه کړئ او له منفي فکرونو یې پاک نه کړئ، نو له ویجاړیو سره به مخ شئ.
خو په ټوله کې د ژوند لپاره په سم فکري پلان او دید سره کولی شئ چې ډیر بریالي اوسئ او منفي هغو ته ځای ورنه کړئ.
۳- مثبت اوسېدل
مثبت اوسیدل داسې دی لکه د ژوند لپاره رښتینی فکري پلان چې د ذهن د صفا والي او پاکوالي لپاره د یوه ذهني تمرین په توګه کاروو. دا مثبت فکر او مثبت اوسېدل د ورزش په وسیله ښه ترلاسه کیدای شي. ورزش هېر نه کړئ.
په هر صورت څومره چې مو تر وسه وي مثبت اوسئ او مثبت ولټوئ؛ ځکه یوه ورځ به دې دا مثبت عادت شي او داسې ورځ هم شاید راشي چې فکر به دې طبعتاً مثبت وي. یعنې تل به ښې خبرې کوئ، خوشبین به یاست، خوښ به یاست او بلاخره بریالي به یاست.