څه وخت وړاندې د خپلو ماشومانو سره د ټېنس یوه کلب ته تللی وم. اولادونه مې په یاده لوبه کې خورا تکړه دي، خو زه بیا ډېر تر ډېره یوه ښه ګین راټولوونکی یم. یو بوډا چې شاوخوا اویا کلن به وو، رانژدې شو او بانډار یې راسره واچاوه، ډېر په زړه پوري شخص وو او تر دې دمه یې په ژوند کې کومه کمي نه وه لرلې. څو شیبې وروسته یې ناڅاپه سترګې پټې کړې او موسکی شو. ما ترې وپوښتل: «خیرت دی؟» په ځواب کې یې راته وویل:«اوه هیڅ خبره نه ده. ځان واقعاً ژوندی او فعال احساسوم.» ډېر اعلی!
د عمر په داسې یوه پړاو کې چې د انسان زړه لا ډېرو شیانو لرلو او خپلولو ته ټوپونه وهي، ددې شخص له خوا د ژوند د ساده خوښیو په اړه خبرو اورېدلو مې روح تازه کړ. یوه خبره باید په زغرده وکړم: زه له مادیاتو سره هیڅ ستونزه نه لرم. زما د یوه اثر (هغه راهب چې خپل فراري موټر یې خرڅ کړ) په باب خپور شوی باور ناسم دی. زه د پيسو ګټلو او له ارام ژونده خوند اخیستلو خلاف نه یم، بلکې هلته زما اصلي او رسا پيغام «د عالي ژوند ترلاسه کولو لپاره تر ټولو اړینې کړنې یاد ولره!» وو. که BMW موټر چلول، ګرانبیه جامې اغوستل، په پنځو ستوریزو هوټلونو کې اوسېدنه او یو عالم پیسې لرل دې خوشحالوي، نو خامخا یې وکړه.
ژوند له شکه خلاص ګڼ داسې مادي خوندونه لري، چې ورځنی سفر په رښتیا هم لا مزهداره کوي. ددغو خوندونو تجربه کول څه ګناه نه ده او نه هم باید سړی داسې کوم احساس وکړي، مګر لطفاً د خپل روان مزل په اوږدو کې یو لړ نورې ښکلې و رنګینې خزانې هم له یاده مه باسه؛ لکه ژورې انساني اړیکې، په ایماندارۍ سره د کار کولو پر مهال په خپل ځواک خبرېدنه، سفرونه او د طبیعت برم تجربه کول. مثلاً د یوه مست غروب ننداره او له ستورو د ډک اسمان په غېږ کې څوارلسم سپوږمۍ ته مخامخ کښيناستل. په دې سره به دې زړه راژندی او اروا وتخنیږي.
د ژوند تر ټولو غوره خوښۍ په ډېرو ساده شیانو کې نغښتي دي. دروازه دې د همدغو څیزونو پر مخ پرانیزه، زړه به دې پخپله باغـباغ او له خوشحالیو مالامال شي.