د شفیق امیرزي لیکنه
سرچینه: مسیر ورځپاڼه
صدام حسين په ۱۳۱۶ لمریز (۱۹۳۷م) کال کې د عراق د تكريت په نوم ښارگوټي د العوجه كلي په يوه غريبه كورنۍ كې زېږدلی دی.
صدام حسين لس كلن و چې له تكريته بغداد ته ولاړ او د خپل تره احمد حسن البکر كره مېشت شو. ده به په خپله ويل چې ډېر څه یې له خپل تره زده كړي او ور ښودلي یې دي او د تره یوه خبره یې ورته دا وه چې: هېڅكله به دښمنانو ته شا نه کوې، كه څه هم دښمن دې ډېر قوي وي.
نوموړي په ۱۳۳۶ كال كې هغه مهال چې لا شل كلن و، د بعث گوند غړيتوب ترلاسه كړ. د صدام تره د بعث گوند له يوه مهم غړي سره پېژندل او د هغه له لارې يې صدام هغوی ته ور وپېژاند. د غړیتوب له اخیستو وروسته صدام حسين په خپل پلرني كلي او ښار تكريت كې د یاد ګوند مهم غړی شو، په دې ترڅ کې یې د ویناوو او فعالیتونو له لارې ډېر خلك پر ځان ور ټول کړل او په عراق كې یې د انګلیس د لاسپوڅې رژيم پر وړاندې یې په گڼو لاريونونو او فعاليتونو كې برخه واخيسته. په دې وخت په مصر كې جمال عبدالناصر واكمن شوی و، په يو شمېرعربي هېوادونو كې پاڅونونه وشول او نوي حكومتونه رامنځته شول.
بعث ګوند ته د صدام حسین له ورتلو یو كال وروسته د عراق د هغه مهال د پوځ مشر جنرال عبدالكريم قاسم، له سلطنتي حكومته دويم فيصل لرې كړ. د جنرال پر دې كړنه بعث گوند ناراضه شو او د نوي حكومت پر وړاندې ودرېدل او لاريونونه یې وکړل چې بالاخره په ۱۳۳۸ کال كې د عراق لومړی وزیر جنرال عبدالكريم قاسم ووژل شو، د هغه د وژنې تور رسماً پر صدام ولگول شو، خو صدام له دې پېښې وروسته چې حالات ورته چندان ښه نه ښكارېدل مصر ته ولاړ او هلته يې د حقوقو پوهنځي کې زده کړې پیل کړې. د عراق حكومت صدام ته د لومړي وزير د وژنې د جرم له امله په غياب كې هغه ته د مرگ سزا وټاکله. لا ډېر وخت نه و تېر چې د بعث ګوند چې ډېری غړي یې په پوځ کې وو، کودتا وکړه او په ۱۳۴۲ کال کې یې د عراق ټول قدرت په لاس كې واخيست، خو په یاد ګوند کې د اختلافاتو له امله حكومت یې تر اتو میاشتو ډېر دوام ونه کړ. په همدې حال كې صدام له مصر څخه عراق ته راستون شو او د دغه گوند د غړو ترمنځ يې د اختلافاتو لرې كولو هڅې پيل كړې.
په بعث ګوند کې اختلافات د دې لامل شول چې حکومت د دوی یو مخالف عبدالرحمان عارف په لاس كې واخلي. صدام په ۱۳۴۳ كال كې د دغه حکومت له لوري زندان ته واچول شو او بیا په ۱۳۴۶ كال كې له زندانه له تښتېدو وروسته د بعث گوند مهم غړی وپېژندل شو. یاد ګوند په ۱۳۴۶ کال كې بله کودتا چې جنرال احمد حسن البكر يې مشري كوله، وکړه او په ترڅ کې یې د چارو واگې په لاس كې واخیستې.
د بعث ګوند له خوا د واک له اخیستو وروسته صدام حسين ته د فعالیت ښه زمينه برابره شوه او یوه موده یې د ځان لپاره کار پیل وکړ، هماغه و چې په ۱۳۵۵ کال کې د عراقي ځواكونو د عمومي قوماندان په توگه وټاكل شو.
خو کله چې صدام پر دې پوه شو چې ولسمشر احمد حسن البكر نور زوړ شوی او د چارو ترسره كولو توان نه لري، هغه یې له واکه ګوښه کړ او ځان یې په رسمي ډول د عراق د ولسمشر په توگه ونوماوه. صدام د خپلې ولسمشرۍ په موده کې د عراق ټول كارونه په خپله ترسره کول او ډېرو غونډو ته به خپله حاضرېده.
د صدام د حکومت په لومړیو کې په عراق كې ډېرې ستونزې وې؛ لکه د شعيه او سني ترمنځ ټکرونه، د كردانو او نورو لږكيو ترمنځ مخالفتونه، شخړې او داسې نور خو صدام حسين په ډېر ښه ډول دا ستونزې وروـ ورو هوارې كړې او عراق یې د يوه قوي مركزي حكومت څښتن كړ. صدام د هغو كمپنيو مخه ونيوه چې له عراقه یې تېل ارزانه پېرل. له نفتو ترلاسه کېدونکي پیسې به یې د پوځ په قوي كولو او اقتصادي پرمختگ په برخو کې لګولې.
صدام په لومړي سر کې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لرلې، نوموړي د وخت له شوروي اتحاد سره په بېلابېلو برخو كې د مرستې رسونې يو تړون هم لاسليك كړ چې له هغه وروسته په زرگونو روسي مشاورين او كارپوهان دغه هېواد ته ولاړل او په بېلابېلو برخو كې يې د صدام له حكومت سره مرسته وكړه، خو په ۱۳۵۷ كال كې په عراق كي د زيات شمېر عراقي كمونستانو له په دار ځړولو سره د بغداد او کرملین اړيكې ترينگلې شوې.
له شوروي سره د صدام د اړيكو له خرابېدو وروسته صدام له غربي هېوادونو سره خپلې اړيكې ورغولې او دا اړيكې د عراق او ايران په جنگ كې نورې هم قوي شوي؛ ځكه ټولو غربي هېوادونو له ايران سره د جنگ پر مهال د صدام ملاتړ کاوه.
هغه مهال چې په ايران كې اسلامي انقلاب د خميني په مشرۍ رامنځته شو، له ټولو هېوادونو سره د ايران په بهرني سياست كي بدلون راغی، نو ایران له عراق سره هم ځيني ستونزې پيدا كړې؛ ځكه صدام حسين د ايران له پخواني ولسمشر رضا شاه پهلوي سره د يوه تړون له مخې امام خميني د عراق د نجف له ښار څخه ايستلی و. خميني له هغه وروسته فرانسې ته ولاړ او له هغه ځایه یې د ايران انقلاب وكړ.
دخميني او صدام ترمنځ اړيكي ډېرې ترينگلې شوې وې، په همدې حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي ستونزې هم راپورته شوې. عراق په ۱۳۵۹ كال كې د ايران په خوزستان ايالت بريد وكړ او له هغه وروسته د دغو دواړو هېوادنو ترمنځ جنگ پيل شو او اته كاله يې دوام وكړ. په دغه جنگ کې د دواړو هېوادونو ۱۷ لكه كسان ووژل شول چې بالاخره ايران په ۱۳۶۷ كال كې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د ۵۹۸ پرېكړه ليك پر بنسټ جنگ درولو ته غاړه كېښوده. د ايران او عراق جنگ د صدام لپاره كومه ښه پايله نه لرله او ۷۵ ميليارده ډالر يې عراق ته مالي زيان هم واړاوه، صدام بيا وروسته له نورو هېوادونو د قرضې په توګه تر یوه بریده دغه خساره جبران كړه.
صدام حسین له کویټ سره هم جګړه وکړه، همدا هېواد وروسته ورته بلا شو او امریکایانو ته یې د عراق پر ضد په خپله خاوره کې نظامي اډې ورکړې.
د كويټ له جنگ وروسته د امريكا او عراق اړيكې ترينگلې شوې او پر صدام دا تور هم ولگول شو چي غوښتل يې د امريكا د هغه مهال ولسمشر جورج اېچ بوش كويټ ته د سفر پر مهال ووژني، دې خبرې لا نورې هم د امريكا او عراق اړيكې خرابې کړې.
سره له دې چې امريكا او نورو غربي هېوادونو پر عراق بنديزونه لگولي وو، د دغه هېواد پر مهمو ځایونو یې هم هوايي بریدونه کول، خو دغه ځل د پخواني بوش زوی جورج بوش چې تازه د امريكا ولسمشر شوی و، هوډ وكړ چې پر عراق به برید کوي، هغه ته صدام ډېر خطرناك ښكارېده. که څه هم پر عراق د برید پلویان لا وړاندې هم په امریکا کې وو خو هغوی کله هم اکثریت نه وو او په لویه کچه یې ملاتړ نه کېده.
خو د ۲۰۰۱ د سپټمبر تر پېښو وروسته پر عراق د برید پلویان قوي او ډېر شول او پر افغانستان تر برید وروسته یې عراق د امریکا مهم هدف ګاڼه. بوش به په خپلو خبرو كې ايران، عراق او شمالي كوريا د شيطاني مثلث په نامه يادول او د دغو هېوادونو د واكمنانو د له منځه وړو خبرې به يې كولې. بوش پر صدام توره ولگاوه چې كيمياوي وسلې يې جوړې كړې دي او د اټومي وسلو د جوړولو پلان لري.
په ۱۳۸۱ كال كې دوه ځلې امريكا كوښښ وكړ چې د هوايي بريدونو له لارې صدام ووژنې خو دغه هڅه يې ناکامه شوه، بالاخره يې په ۱۳۸۲ كال رسماً پر دغه هېواد بريد پيل او له څو مياشتو مقاومت وروسته امريكايان پر دې وتوانېدل چي د صدام حسين حكومت را وپرځوي او پر ځای يې لاسپوڅی شعيه حكومت واكمن كړي.
صدام حسین وروسته تر دې چې امريكا پر عراق بريد وكړي، نادرکه شو، اوازې وې چا به ويل چې سوریې ته تللی، چا به ويل چې اردن ته تللی او چا به ويل چي د هټلر په څېر يې ځان وژنه كړې، خو دا ټولې خبرې د عراقي مقاومت د ضعیفه کولو په موخه وې. صدام تر پایه په عراق کې پاتې شو او دوه ځلې د جنگ پر مهال هم چې لا امريكا عراق نه و نيولی د صدام مركې د تلويزیون له لارې خپرې شوې او هر ځل به د نوموړي خبره دا وه چې د مرګ تر بریده مقاومت ته ولاړ دی.
د ۲۰۰۳ كال د ډسمبر په ۱۴مه نېټه د عراق ولسمشر جلال طالباني د يوې خبري غونډې پر مهال اعلان وكړ چې صدام حسين يې نيولی دی. له دې وروسته د برېتانیا لومړي وزير ټوني بلېر او د عراق امريكايي چارواکي پل برمر هم اعلان وكړ چې صدام حسين د امريكایي ځانگړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.
کله چې امريكا پر عراق پراخ بريد پيل كړ، صدام په خپل پلرني ښار تكريت كې تر يوه كور لاندې څو متره ځای سوری كړی و او هلته يوازې اوسېده او بالاخره د ۲۰۰۶ ميلادي كال د ډسمبر په ۳۰مه د لوی اختر په لومړۍ ورځ سهار درې نيمې بجې په دار وځړول شو، خو دا چې ولې د اختر په ورځ اعدام شو؟ لا یوه معما ده.
صدام حسين درې ودونه كړي وو. د هغه لومړۍ مېرمن د هغه د ماما لور ساجده طلفاح نومېده چې ډېر اولادونه يې هم له همدې ښځې وو، چې د صدام دوه تكړه زامن (عدي او قصي) هم له دې ډلې دي. صدام له دې ښځې د رعنا، رغد او حلا په نومونو لوڼې هم درلودې.
د صدام یاد دوه زامن، عدي او قصي، پر عراق د امريكايانو تر يرغل څو مياشتې وروسته له امريكايي ځواکونو سره په يوه مخامخ نښته كې ووژل شول.
د صدام حسین نورې دوه ښځې سمیرا او ندال الحمداني نومېدې.