ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
آیا له خپل اوسني ژونده خوښ ياست او که ورڅخه زجر وړئ؟ که مو احساس ښه او مثبت وي، احتمالاً په يوه سالمه اړیکي کي ياست. خو ډېر کله داسي هم پېښېږي چي یوه اړیکه په طلاق سره پای مومي. ولي؟ د دې ماتي دلایل چشي دي؟ موږ درته په نننۍ لیکنه کي هغه ۷ دلایل راوړي چي ولي يوه ګډه اړیکه د ماتي سره مخامخ کېږي. هغه دلایل عبارت دي له:
۱ـ د خپلي اړیکي له پاره چِک لیست لرئ
په دې اړه پوهېدل چي له یوې اړیکي کوم توقعات لرئ، خورا ښه دي. خو د ژوند د ملګري له خصوصیاتو ممو نوملړ چمتو کول، یوازي ستاسي غوښتني زیاتوي او لوړوي چي ډېر ژر په جروبحث او د اړیکي په پای ته رسېدو سره تمامېږي. يوه خیالي اړیکه اکثراً د احساس پر بنسټ ولاړه وي د عقل نه. د ژوند د ملګري پر وړتیاوو مو باور وکړئ.
۲ـ تر حد زیات یو او بل نقدوئ
رښتینولي او صداقت د یوې اړیکي آساس جوړوي، خو که همېشه د ژوند پر شریک/شریکي باندي نیوکي کوی، ډېر ژر به د هغه/هغې پر ځان باور راکم کړئ او د خپګان سبب بې وګرځئ. که یو څوک همېشه ستاسي پر چاغښت، ډنګرواله، قد قامت، دوستانو، د ژوند پر ډول او کار باندي نيوکه کوي، تاسي ته ځان بې اهمیته ښکارېږي. تر نیوکي دمخه له ځانه وپوښتئ: آیا زما نیوکه واقعاً پر ځای او صادقانه ده؟
۳ـ حسادت مو قابو کړئ!
هره اړیکه چي پر میني استواره وي، پایداره وي. خو حسادت کولای سي چي د اړیکي دا ښایست ختم کړي. تاسي کولای سئ چي د ژوند په ملګري کي مو د حسادت ټکي خورا په آسانۍ سره درک کړئ. آیا هغه له دې څخه چي شریک/شریکه ئې په يوه مشهور شرکت کي مقرر سوی سوی دئ، ناراحته کېږي؟ آیا هغه له دې څخه چي تاسي د خپل مخالف جنس سره خبري کوئ، عصباني کېږي او تاسي په خیانت تورنوي؟
۴ـ باور لرئ چي صداقت په اړیکه کي اهمیت نه لري!
مخکي مو وويل چي صداقت او رښتینولي د یوې اړيکي آساس جوړوي، خو درواغ او خلاف ورزي کول د اړیکي آساس ویجاړوي. درواغ که مصلحتي وي، شاید اړیکي ته زیان ونه رسوي خو که په اړیکه کي صداقت او رښتینولي نه وي، دا ددې ښکارندوی دي چي تاسي د ژوند د ملګري په وړاندي بې احترامي کوئ. په اړیکه کي درواغ ویل په بې اعتمادۍ، ناراحتۍ، او عصبانیت سره تمامېږي. په هر رنګه حالاتو کي د خپل ژوند له ملګري سره رښتیني اوسېدل خورا اهمیت لري. تاسي باید هر وخت له ځانه دا دوې پوښتني وکړئ: آیا زه پر هغه/هغې باندي باور وکړم؟، آیا هغه هم زما څخه ورته توقع او هيله لري؟
۵ـ په نا عادلانه توګه یو او بل رټئ
هر وخت رټنه و تحقیرول په رښتیا سره چي ځوروونکي دي او سبب کېږي چي فرد همېشه ځان مقصر احساس کړي. بهتره ده د تحقیر و توهین پر ځای، د خپلو کارونو مسئولیت او پړه پر خپله غاړه واخلو او د خپل ملګري سره په هر رنګه حالاتو کي، په درنښت برخورد وکړو.
۶ـ عاطفي بلوغ ته نه یاست رسېدلي
په اړیکه کي بلوغ په عمر پوري تړاو نه لري. پر هغو افرادو چي په هر دلیل له دریڅې تښتي، پام کوئ. د اړیکي په پیل کي ډېری کسان پر خپلو منفي احساساتو لکه خښم، عصبانیت او حسادت باندي تکیه کوي خو تاسي باید په مختلفو ځایونو کي د مقابل طرف رفتار مدنظر ولرئ. ځیني وختونه نابالغ کسان د خپلي ودي په خاطر له تاسي مرسته غواړي خو پام مو وي، د افرادو تغییرول آسانه کار نه دئ.
۷ـ یو او بل کنټرولوئ
د داسي یو چا سره اړیکه چي همېشه غواړي تاسي کنټرول کړي، ستړې کوونکې ده او د داسي کس خوشحاله کول آسانه کار نه دئ. دا کسان خوښوي چي ستاسي ژوند د خپلو اصولو او قوانینو په دایره کي پر مخ بوزي. دې نښانو ته ئې دقت وکړئ: ستاسي د جامو اغوستلو پر طریقه باندي نیوکه کوي، ستاسي مبایل و برېښنالیک په خپل اختیار کي اخلي، پرته له مخکیني خبره کور یا کارځای ته درځي.
دا هغه دلایل ول چي ښيي اړیکه مو د ماتي سره مخامخ کېدونکې ده. نو که مو په خپل ژوند کي یادي نښانې ولیدې، پوه سئ چي اړیکه مو د خطر سره مخامخ ده او باید ژر تر ژر د دې برخي له يوه ارواپوه ډاکټر سره وګورئ.