ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
ډېری وخت د انسان ارواح د ستونزو له کبله ډېره خپه وي، رنځېږي او خوله یې پرې ترخه شي. یوازینی هڅه یې دا وي چې خپله نارامه ارواح څنګه ارامه کړي.
په ستونزو کې صبر لرل د قیامت پر ورځ خورا ډېر اجر لري. قران کریم د دې صبر اجرونه خورا ډېر ښودلي دي:
“إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿١٠﴾ [سورة: الزمر]” په قران کریم کې هر نېک کار او هره سمه کړنه ټاکلی اجر لري، خو په همدغه قران کې د صبر لپاره د اجر اندازه نه ده ټاکل شوې، یانې خورا ډېر دی او کچه یې نه ده مالومه شوې. دا چې څومره اجر لري، والله اعلم.
د اخلاقي برخو عالمانو صبر پر دریو برخو وېشلی:
په اطاعت کې صبر
یانې کله چې د الله ج اوامر منو، خامخا یو څه ستونزې راته پیدا کوي، په دغه وخت کې صبر ته د اطاعت صبر وايي. الله ج وايي: “اِنَّ النَفْسَ لاَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ/ ﴿۵۳﴾ [سورة: یوسف]”
پر نفس د برلاسي کېدو لپاره اړتیا ده چې صبر وکړو او د الله ج امرونه ومنو.
د معصیت صبر
هرومرو د انسان وجود کې داسې پاروونکي ځواکونه شته چې سړی ګناه ته هڅوي، د همدغو پاروونکو انګېزو پر وړاندې صبر ته، پر معصیت صبر وايي. الله ج په سورة یوسف کې وايي “اِنَّ النَفْسُ لاَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ. ژباړه: بېشکه هر نفس د بدۍ پر لور هڅوونکی دی ﴿۵۳﴾ [سورة: یوسف]”
په مصیبت کې صبر
انسان او انساني ژوند له ځینو مصیبتونو سره خامخا لاس ګرېوان وي، د دغو بدبختیو، ستونزو، ترخو پر وړاندې صبر او عاجزي کولو ته، په مصیبت کې صبر وايي. د چا د کورنۍ غړي مړه کېږي یا وژل کېږي، څوک ناروغ شي، ځینې خلک د نورو خلکو له لاسه ځورول کېږي، نو دا هغه مصیبتونه دي چې پر انسان راځي او خُلق یې تنګوي، په ژور خپګان یې هم اخته کوي. د دغو ستونزو پر وخت صبر کول خورا اجر لري او اجر یې یوازې الله متعال سره دی.
د سختیو پر وړاندې د صبر کولو په اړه حدیث
“ثَلَاثٌ مَنْ کُنَّ فِیهِ جَمَعَ اللهُ لَهُ خَیْرَ الدُّنْیَا وَ الْاَخِرَةِ الرَضَّا بِالْقَضَّاءِ وَالْصَّبْرُ عِنْدَ الْبَلَاءِ وَ الدُّعَاءُ عِنْدَ الشَّدَّةِ وَ الرَّخَاءِ.
ژباړه: چا کې چې درې خویونه وي الله ج د دنیا او اخرت سعادت ورپه برخه کوي: پر تقدیر راضي اوسېدل، د بلاوو پر وړاندې صبر کول، په سختۍ او راحتۍ کې دعا کول.” [بحارالانوار «ط- بیروت» ج ۶۸، ص ۱۵۶، ح ۷۱]
د صبر په اړه ایتونه
الله ج هغه ذات دی چې هېڅکله به بې وعدې نه شي، او تل خپلو ژمنو ته ژمن دی. خدای ج په خپل کلام کې ژمنه کوي او وايي:
“اِنَّ اللهَ مَعَ الصَّابِرِیْنَ.
ژباړه: بېشکه الله له صابرانو سره دی – البقرة: ۱۵۳”
“وَ بَشِّرِالصَّابِرِیْنَ/ او زیری ورکړه صابرانو ته – البقرة: ۱۵۵”
د نړۍ ټول مسلمانان له داسې ستونزو سره مخ دي چې حل یې یوازې پاک رب ته مالوم دی.
په افغانستان کې د تېرو څو ورځو پېښو له همغو کورنیو پرته هر وګړی وځوراوه، داسې ټکان یې راکړ چې د عمر تر پایه به مو دا د وحشت ورځ هېره نه شي. زغم هم پر خلاصېدو دی، خو نور مو نه وس رسي نه پخپله اقدام کولی شو، یوازې وبه وایو:
فتوکل علی الله او صبر به کوو.