ټرمپ: د روسې کرونا ضد واکسین به ګټور وي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
راپور: بشر درویش

د امریکا ولسمشر د روسیې د کرونا واکسین په اړه نیکه هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا واکسین به مؤثر وي.
د روسې د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ په ​​یوه خبري کنفرانس کې د روسیې لخوا جوړ شوي واکسین په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وویل:

«موږ د دې واکسین په اړه ډیر یا لږ پوهیږو، موږ هیله لرو چې دا کار ورکړي. دوی ځینې څیړنې کړي، موږ باور لرو چې دا به کار وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ویلي چې امریکا هم د واکسینو جوړولو په برخه کې پرمختګ کړی دی.

باید وویل شي چې روسیې څو ورځې وړاندې په نړۍ کې د لومړي ځل کورونا واکسین ثبت کړ.
د روسیې د روغتیا وزارت ویلي چې د روسیې د (سپوتنیک وی) واکسینو ټول اړینې ازموینې تېرې کړې دي.
د روسې ولسمشر ویلاد میرپوتین یوه خبرې کنفرانس کې پر واکسینو جوړیدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پر واکسینو سوداګري نه کوي او ټولو ته به یې ورسوي.