ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ
د دسترخوان د هوارولو څرنګوالی هم د اشتها په تحريک کې مهم رول لري، زموږ د سر رشتې او سلقې نمايندهګي کوي.
نو په دې ډول بايد دې برخې ته ډير پام وکړو، په دې ليکنه کې مو ځينو هغو ټکو ته اشاره کړې چې د دسترخوان او خوړو په تنظيمولو کې مهم رول لري.
۱- دسترخوان بايد داسې هوار شي، چې کله مېلمانه يا کوربانه د هغې شاوخوا راټولېږي د خوشالۍ او سکون احساس وکړي او په سمه توګه دسترخوان ته کېناستی شي.
۲- د دسترخوان په سر، که پر مېز وي او که پر ځمکه، بايد د هر چا لپاره قاب، قاشوغې، پنجې، چړې او دسمال بېل بېل کېښودل شي او لوښي بايد پاک وي او داغونه ونه لري.
۳- د ډوډۍ خوړو قابونه د دسترخوان په دور کې سم کېښودل شي او په هر يو کې بايد قاشوغه، پنجه او چاړه منظمه وي.
۴- خواږه خواړه او مېوه د دې لپاره چې د ډوډۍ په وروستۍ برخه کې خوړل کېږي، نو په داسې ځای کې يې بايد کېږدو چې د نورو ضروري شيانو ځای ونه نيسي.
۵- هېره دې نه وي که د دسترخوان او لاسپاکونو رنګونه روښانه وي، بې رنګه او تياره نه وي په دې صورت کې روژتيان د خوښۍ او سکون احساس کوي.
۶- هغه لوښي چې د سلاد، مستو، سوپ او نورو لپاره دي، ورسره جدا جدا قاشوغې کېږدو او د وريژو په غوريو کې يو يادوه طعام ايستونکې قاشوغې کېږدو، چې هر کس د هغې په وسيله خپله ډوډۍ واخلي او مجبوره نه شي، چې د خپلې خولې قاشوغه په سالنګ يا مستو کې دننه کړي.
۷ – د دسترخوان شاوخوا په يو يا دوو ګلانو بوټو چې په ګلدان يا کوم بوتل کې اېښودل شوي وي، ښايسته کړو.