د یوه سالم روژه‌ماتي لپاره داسې چمتوالی ونیسئ

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم شریفي

کله چې لمر ښکته شي او لږه تیاره خوره شي، د ملا اذان وشي، دا وخت د روژه‌ماتي دی، چې د کور ټول غړي د خوراک څښاک لپاره تلوسه لري، دا روژه لرونکو خلکو ته د الله تعالی له خوا تر ټولو غوره شېبه وي.
سږکال هم روژه بیاه د ګرمۍ په موسم کې ده چې ورځې تقریباُ ۱۶ ساعته اوږدې دي، د ګرمې هوا له امله د لوږې او تندې زغمل هم اسانه کار نه دی، خو که چېرې د روژه‌ماتي پر وخت دا لارښوونې عملي کړئ، نو روژه به درباندې ښه تېره شي:
۱- روژه‌ماتی له دوو دانو خرماو سره پیل کړئ، په تېره کله چې سردرد یا هم له سر ګنګسۍ ځورېږئ، په ډېرو حالاتو کې دا ډول سردردي په بدن کې قندو له کمښت نه رامنځته کېږي.
۲- په روژه‌ماتي کې په دې ځان ډاډه کړئ چې کافي اوبه مو تیارې کړي، د مېوو اوبه له خوړو مخکې وڅښئ. دا کار په بدن کې د اوبو له کمښت نه مخنیوی کوي، همدارنګه د راتلونکې ورځې لپاره مو د بدن اوبه هم پوره کوي.
۳- یوه کاسه سوپ تیار کړئ، په روژه کې سوپ تر ټولو غوره خواړه دي، چې ترې استفاده وشي، ځکه سوپ معده د اصلي خوړو د هضم لپاره تیاروي دغه راز د اوبو جذب لپاره زمینه برابروي.
۴- تازه ترکاري تیاره کړئ، ځکه ویټامین، معدنې مواد او فیبر لري.
په روژه‌ماتي کې چې هر څومره چې په دسترخوان تازه ترکاري وي هغومره د خوړو خوند ډېر وي.
د تازه ترکاري مصرف په روژه‌ماتي کې د دې لامل کېږي چې بدن ته د سبا لپاره انرژي ورکړي.
۵- ډېر خواړه مه خورئ، دا چې په روژه‌ماتي کې بېلابېل خواړه پخېږي، نو روژه‌تي د ډېرې لوږې له امله هڅه کوي چې ډېر خواړه وخوري، دا کار د سبا روژې لپاره یې ګټه نه لري.
په روژه‌ماتي کې د ډېرو خوړو یو زیان دا دی چې په معده بوج راځي، د ناسم هضم تر څنګ د ناروغۍ لامل هم کېږي.
په روژه‌ماتي کې لږ خواړه وخورئ، خو داسې خوړه چې انرژي لرونکي وي.
۶- د خوړو ترمنځ انډول په پام کې ولرئ، کله چې د روژه‌ماتي پرمهال خواړه خورئ، داسې خواړه ډېر مه خورئ، چې یوازې خواږه وي یا هم یوازې ترخه، په یادو خوړو کې کې مالګه، غوړ او قندي مواد ډېر وي. ښه ده چې په دې وخت کې له خوږو او ترخو په یوه اندازه استفاده وشي.