د جرمني کلب بورسیا دورتمند تکړه بریدګر لوبغاړي ارلینګ براوت هالنډ د نړۍ د دوو قوي فوټبالرانو لیونل میسي او رونالډو ریکارډ ته ځان ورساوه او دا ریکارډ یې خپل په نوم کړ.
هالنډ د شنبې په ورځ د شالکې فوټبال لوبډلي په وړاندي ګولوهنه ترسره کړه، چي په یادي ګولوهني سره یې د میسي او رونالډو ریکارډ ته ځان ورساوه.
د راپورونو له مخي لیونل میسي د لومړي ځل لپاره وتوانېد، چي د فوټبال په یوه فصل کي ۴۱ ګولوهني د خپل لوبډلي بارسلونا لپاره په ۲۲ کلنۍ کي ووهي.
کریسټیانو رونالډو بیا د لومړي ځل لپاره وتوانېد، چي د فوټبال په یوه فصل کښي ۴۱ ګولوهني په یوه فصل کښي د خپل پخوانۍ لوبډلي منچسټر یونایټيډ لپاره په ۲۳ کلنۍ کي ووهي.
خو هالند وتوانېد، چي د خپلي لوبډلي لپاره یوه فصل کښي ۴۱ ګولوهني په ۱۹ کلنۍ کي ووهي.
په دې سره هالند په ډېر کم عمر ۱۹ کلنۍ او ۲۳ ورځو عمر درلودلو سره د نړۍ د دوو قوي فوټبالرانو رونالډو او میسي دواړو ریکارډ مات کړ.
هغه دا ګولوهني د خپل پخواني کلب سالزبورګ او دورتمند سره یو ځای ترسره کړي دي.