روهېت شرما خپلې غوسې جرمانه کړ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

روهېت شرما چې د هندوستان په لوبډله کې له ډوني وروسته دوهم نرم خویه او د ښو اخلاقو خاوند بلل کېږي، د می په ۲۸ مه نېټه یې معمولې غوسه کول ستره تېروتنه شوه.
روهېت شرما په آې پي ایل سیالیوکې د ممبيي انډیئنز لوبډلمشر دی.
نوموړي د آې پي ایل په ۴۷ مه لوبه کې ټاس وګاټه او توپ اچونه یې وټاکله.
کلکتې لوبډلې د ممبيي لوبډلې پر وړاندې د روان کال آې پي ایل تر ټولو ستر ټارګېټ وړاندې کړ.
روهېت شرما او بل اوپنر توپ وهونکی؛ افریقایي کاینټن ډیکاک د ۲۳۳ منډو پوره کولو پسې اوپننګ ته راووتل.
کاینټن ډیکا د سونېل نرېن له خوا په صفر اوټ کړل شو.
له دې وروسته روهېت شرما ته د لوبې ۵۰ سلنه ذمه واري ور په غاړه شوه، هغه د سترو شاټونو لوبولو پرېکړه وکړه؛ خو توپ یې درست نه مېډل کېده او توپ وهنه یې دومره اغېزناکه نه وه.
نوموړی په ۱۲ منډو په سټرایک ولاړ و، چې هري ګرني کیڼ لاسي توپ اچوونکي ورته توپ وکړ؛ له روهېت شرما څخه توپ مِس شو او ایل بي ډبلیو اوټ شو.
دا مهال روهېټ شرما ریوو هم واخېسته؛ خو د دریم لوبڅار له پرېکړې وروسته هغه بیا هم اوټ حساب شو.
دا مهال روهېټ شرما غوسه شو؛ د تګ پرمهال یې وېکټې په بېټ ووهلې او هغه یې وغورځولې.
قانون د ښو اخلاقو څښتن جرمانه کړ
روهېت شرما د آې پي ایل د قوانینو په لړ کې د لومړي فصل دوهمې مادې او دوهمې فقرې پر بنسټ سرغړونکی وپېژندل شو او د اخلاقو کوډ پر اساس جرمانه شو.
rohit sharma روهېت شرما خپلې غوسې جرمانه کړ
نوموړي باندې د لوبې د ۱۵ سلنې فېس ورکړې جرمانه ولګېده او په نغدي ډول مجازات شو.
هغه به د هغې لوبې د لګښت پنځلس سلنه پېسې د آې پي ایل مشرتابه او د هند کرکټ بورډ ته ورکوي.
د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال کرکټ او کرکټ لوبغاړو لپاره خپل اصول او قوانین لري، چې له هغو څخه باید ونه شي.
همدارنګه د کرکټ غوره لیګ جوړوونکي هم د کرکټ نړیوالې شورا د قوانینو په استنباط ورته قوانین او اصول جوړوي، چې لوبغاړي او لوبډلې ترې د سرغړاوي پرمهال نغدي او معنوي مجازات کېږي.
دوهم پړاو ته د لوبډلو وتلو لارې
ممبيي او حېدراباد لوبډلې د آې پي ایل دوهم پړاو یا پلی اف سیالیو ته ډېرې نږدې شوي او که دواړه لوبډلې یوه، یوه لوبه وګټي کولای شي دوهم پړاو ته ولاړې شي، که دا دواړه لوبډلې راروانې ( یوه، یوه) لوبې وبایللي، بیا هم چانس لري.
کلکته باید دوه لوبې وګټي، چې دوهم پړاو ته لاړه شي، راجستان هم باید دوه لوبې وګټي چې دوهم پړاو ته لار ومومي، د دوی دواړو لوبډلو دوه، دوه لوبې پاتې دي او باید وې یې ګټي.
بل پلو بیا پنجاب هم دوه لوبې لري او دواړه باید وګټي، چې دوهم پړاو ته لار پېداکړي.
ممبيي او حېدراباد لوبډلې د پنجشنبې په ورځ د می په دوهمه نېټه لوبه لري، که هره لوبډله دا لوبه وګټي دوهم پړاو ته ځي.
د آې پي ایل سیالیو پایلوبه د می په ۱۲ مه نېټه ترسره کېږي.