لیکنه: بهار سمسور
تر نړیوال جام لږ وروسته داسې خبرونه خپاره شول،چې ګني د دوه غښتلو هندي لوبغاړو لوبډلمشر او مرستیال کوهلي او روهیت شرما تر منځ ستونزه رامنځ ته شوې او دواړه د یو بل خلاف په مورچو کې دي.
سره له دې،چې د دې ستونزې علت نه دی څرګند، هم دا چې دا خبر که رسنیو خپور کړی ولې دواړو اړخونو او هم هندي کریکټ بورډ تأید کړی هم نه دی.
وړمه ورځ هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي، چې ویسټینډیز ته له لوبډلې سره په دوره دی، پر خپل ټوېټر اکونټ د یو شمېر لوبغاړو سره ګډ اخیستل شوی تصویر خپور کړی،چې پکې مرستیال روهیت شرما ورسره شتون نه لري.
کوهلي له دې تصویر سره فقط لیکلي (سکواډ)
په دې انځور کې،بیوینیشوار کمار،راویندرا جدیجا،ناودیپ سایني،خلیل احمد،کیل راهل،کرنال پنډیا او په خپله لوبډلمشر ویرات کوهلي شتون لري.
پر ټوېټر د کوهلي له دې تصویر خپرولو وروسته مینوالو دا پوسټ/تصویر ریټوېټ کړی او هم یې پرې تبصرې لیکلي دي،د مینوالو په وینا چې که هر څه سم دي، د کوهلي او روهیت شرما تر منځ ستونزه نشته ولې داسې تصویر خپریږي،چې د لوبډلې مهم کس پکې شتون ونه لري.
چوتا دون، هندی کریکټ مینوال د دې تصویر لاندې بل تصویر اچوي،چې چاړه په لاس هندی فلمي ستوری او سټېج شاو کونکی پکې ښکاري ،ورسره لیکل شوي:
“روہیت کیدر ہے؟ (روهیت کوم دی یا چرته دی؟)
بل کریکټ مینوال ارجون سریواستیوا هم وروته پوښتنه په انګلیسي لیکي:
“where is Rohit shrma?(چیرته دی،روهیت شرما؟)
خو بل کریکټ مینوال ګوراو وارماني بیا تفصلي نظر لیکي:
“اې ویرات کوهلي،که په لوبډله او ډریسینګ روم کې هر څه سم دي،نو ولې ته هر ځل داسې تصویر خپروې،چې روهیت پکې نه وي.،کوهلي ـــ روهیت”
بل هندي مینوال هم د ویرات کوهلي د همدې تصویر په اړه په تبصره کې لیکلي:
“سکواډ(لېست)بغېر له روهیت هیڅ کله بشپړ نه دی.”
ورپسې بل پراکاش هم لیکلي:
“لږ و ډېر،دا ستا اړخ دی،نور له روهیت شرما سره څه…؟”
ورپسې… :
“د هند سکواډ، سکواډ هیڅ دی،بغېر له روهیت شرما.”
د ویرات کوهلي پر ټوېټر او دې پوسټ کړل شوي نیمګړي تصویر د تبصرو او پوښتنو دا باران داسې مهال پیلیږي،چې ترې څو ساعته وړاندې پیاوړي پیلیز لوبغاړي روهیت شرما هم پر ټوېټر، خپل یو تصویر خپور کړ،چې د تمشچیانو په منځ کې لوبغالي ته د توپ وهنې لپاره د راتګ په حال کې لیدل کیږي، ورسره یې لیکلي دي:
“زه فقط د خپلې لوبډلې لپاره نه لوبېږم، زه د خپل هېواد لپاره لوبه کوم.”
لوبډلمشر کوهلي ویسټینډیز ته په رسیدو هم یو تصویر خپور کړی و، چې پکې د لوبډلې یو شمېر غړي له روهیت پرته،د نوموړي سره یو ځای په هوټل کې د خوراک مېز ته ناست دي.
د کوهلی او شرما تر منځ د ستونزې د خبر او ګنګوسو خپریدل د ځینو په باور بې څه نه نه دي،چې دا ډول ټوېټونو/تصویرونو خپرولو د مینوالو او خلکو شکونه او اندیښنې زیاتې کړي دي.
که د ویرات کوهلي او روهیت شرما تر منځ خپل منځي اختلافات شتون ولري،دا به د هندۍ کریکټ لوبډلې پر نظم، لوبو او ګټې مخامخ منفي اثر ولري،ځکه که کوهلي د لوبډلې مشر دی،ولې روهیت شرما هم په لوبډله کې مهم لوبغاړی او قوت دی.