شپږ میوې چې ستاسو پوستکی ( جلد) بهتره کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: ډاکټر موکیش باترا، د پوستکي متخصص
ژباړه : شمیم اتل
د بدن پوستکی د بدن لویه برخه ده. دا د انسان وجود له جراثیمو، میکروبونو او زهرجنو توکو سره د تماس پر مهال خوندي ساتي. پوستکی دی چې تاسو ته د بهرنۍ نړۍ احساس درکوي او ستاسو د وجود د تودخې اندازه په یو حال ساتي.
د پوستکي ګڼو دندو ته په پام باید ددې ښه ساتنه وکړو. صحي خواړه او ځینې واړه واړه عادتونه ستاسو پوستکی د بهرنیو شتو خطرونو په وړاندې لا ډیر مضبوطولی او بهتره کولی شي.
که ددې اوو میوو په اړه پوه شئ نو دا ستاسو پوستکي په ښه او بهتره ساتلو کې مرسته کولی شي.
انار
د انار اوبه ( جوس ) ستاسو پوستکی باندې حیرانونکي ښې اغیزې کوي. که چیرې یې په پرلپسې توګه وڅښۍ دا ستاسو د جلد خطونه او کونځې سمولی شي. د انار جوس د پولینول(polyphenols) په نوم مواد لري چې ازاد راډیکلونه دي او د وجود غړیو ته د ویني بهیر تیزوي. انار له زهري موادو سره د تماس پر مهال چې په ورځني ژوند کې هره ورځ ورسره مخ کیږو ستاسو د پوستکي د خوندیتوب کچه لوړوي. انار د لمر د بنفشو وړانګو څخه هم ستاسو پوستکی ساتي. همدارنګه انار د هغو انزایمو مخه نیسي چې د پوستکي کولاګین نومې ماده له منځه وړي او له دې سره ستاسو پوستکی ځوان ښکاري.
کیلې
که کیله مو خوښه وي کنه، خو پام مو وي چې ددې میوې د ډیرو ګټو په خاطر یې خپل غذايي رژیم کې شامله کړئ. کیله په خپل ترکیب کې امینو اسید لري چې ستاسو د پوستکي ارتجاعي قابلیت زیاتوي. په دې میوه کې همدارنګه ځینک( Zinc) او پوتاشیم هم شته. ځینک د میکروبي کیدو پر ضد مبارزه کوي او پر مخ مو د ځوانکو یا دانوکیو مخه نیسي. او پوتاشیم ستاسو د جلد رطوبت نورمال ساتي. دا هم ویل کیږي چې که د کیلې د پوستکي منځنی اړخ په خپل مخ پرلپسې ومږئ او هر ځل یې ووینځۍ نو د مخ د پوستکي ځلا مو زیاتیږي.
هندواڼې
دا له اوبو ډکې تازه میوې ستاسو پوستکی هم تازه کوي. هندواڼه داسې مواد لري چې په طبیعي توګه ستاسو پوستکی تازه ساتي. دا د پوستکي ځوړند او پریوتې برخه بیرته احیا کوي. تاسو د هنداوڼې ماته ترازه پر مخ هم وهلی شي چې د مخ د پوستکي لپاره له ګڼو کریمو ښې اغیزې لري. هندواڼه په خپل ترکیب کې کروټين ( carotene) لري چې پر پوستکي د عمر د تیریدو نښې کموي. دا ستاسو د پوستکي د تڼاکې کیدو مخه هم نیولی شي خو که پرلپسې یې وکاروئ.
کیوي
کیوي د اومیګا۳ غوړ اسید لري. دا اسید ستاسو پوستکی له جراثیمو او میکروبونو ساتي. کیوي مو د پوستکي له مزمنو میکروبي کیدو هم ساتي. پر دې سربیره دا میوه ستاسو پوستکی له کمزوري کیدو ساتي. کیوي د ویټامین سي له پلوه هم بډای دی چې د کولاګین په نوم د پوستکي د رنګ لپاره د مهمې مادي له تولید سره مرسته کوي. کیوي د سبوم په نوم ماده په نورمال توګه ساتي چې ورسره ستاسو د مخ د سریښناک کیدو مخه نیول کیږي.
نارنج
که د پوستکي له تورو داغونو سره ستړي یې نو نارنج یې ښه درملنه ده. نارنج د پوستکي د تورو داغونو په له منځه وړولو کې حیرانونکی اغیز لري. د نارنج جوس همدارنګه ستاسو پوستکی تازه او ځلاداره ساتي. نارنج ستاسو د پوستکې لکي کموي او د دانوکیو درملنه کوي. په منظمه توګه د نارنج خوړل او یا د نارنج د جوس څښل ستاسو پوستکی ځلنده ساتي.
مڼې
اوریدلې به مو وي که د ورځې یوه مڼه وخورئ ډاکتر ته مو اړتیا نه پېښيږي. مڼه پر ګڼو نورو روغتیايي ګټو ستاسو د پوستکي لپاره هم حیرانوکي ګټې لري. مڼه ستاسو پوستکی روښانه او روڼ ساتي. دا ستاسو پوستکی له زیړیدو ژغوري.