د سالمې معدې لپاره دا لارښوونې ضرور دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: مریم محمدي
د روغتیا پالانو په اند د سالمې معدې راز په سالمو خوړو کې دی. نن درسره په دې خبرې کوو چې څنګه کولای شو معده مو سالمه وي:
پاک خواړه وخورئ
هیڅکله سبزې نا پاکې مه خورئ ښايي دا چاره ستاسو لپاره حیرانوونکې وي خو کله چې معده کې کوم پرازیت او میکروب لاره پیدا کړي دغه میکروب د معدې د زخم سبب کیداي شي.
یوه خبره چې موږ ورته توجه نه کوو دا ده چې ماشومان له ځمکې هرڅه خولې ته وړي، د هلیکو باکټر پيلور میکروب په همدې ډول ماشومانو او لویانو ته انتقالیږي، خو د ماشومانو په معده کې ډیره موده همداسې پاتې وي او کله چې زمینه برابره شوه د معدې د زخم سبب کیداي شي .
ډېر خواړه مه خورئ
د معدې د سالم ساتلو لپاره مهمه دا ده چې خواړه ډېر او په یو وار ونه خوړل شي، ځکه که په یو ځل خواړه وخوړل شي معدې ېې هضمولی شي خو نورې ستونزې به له ځان سره ولري .
له سره کړو خواړو استفاده مه کوئ
سره کړي خواړي او مسالې هم د معدې لپاره ستونزې پيدا کولاي شي ډیر سور او ګرم چاي هم ویل کیږي د مرۍ د سرطان یو عامل بلل شوی دی .
له غوړو خوړو ډډه وکړئ
میوه اوسبزیاني چې فایبرژ ولري ډیر استعمال کړئ، غوړ او د مسالې درلودونکي خواړه مه خورئ .
مستې وخورئ
د پروبیوتیک په نامه یو ډول مکمل خواړه پيدا کیږي چې د کوملو د ښو او بدو میکروبونو ترمنځ تعادل ساتي، البته دغه مواد په مستو کې موندل کیږي که مستې وخورئ ښایي درسره مرسته وکړي.
له روحي فشارونو ځان وساتئ
سترس او روحي فشار له ځانه لرې کړئ د معدې لوی مشکل د سترس له امله وي. د سترس د لیرې کولو ډیر طریقې شته د مثال په توګه یوه عام خبره چې په اروپا کې ډیر پرې عمل کیږي هغه دا چې ټول ډاکټران خپلو ناروغانو ته وايي پر هغو کارونو سر مه خوږوه چې ستا له وسه بهر وي او ته ېې نه شي کنټرولولی که په دغو کارونو فکر وکړې له ستونزو او سترس پرته بله نتیجه نه لري .
همدارنګه له هیجان او ویرې ځان وژغورئ که څه هم دغه کار د ډیرو کسانو په باور سخت دی خو که وغواړو او خپل ژوند منظم کړو ځان به له ډیرو اندیښنو او فشارونو ساتلی شو .
شامي کباب وخورئ
که د معدې زخم لرئ مناسب خواړه وخورئ د مثال په توګه سره کړي خواړه، اوومه سبزیانې او خامه میوه مه خورئ. ښايي تعجب وکړئ که درته ووایو چې که د معدې زخم لرئ په اور کباب شوې غوښه په تیره بیا شامي کباب چې البته پاک وي ستاسو لپاره ډیره ګټه لري، خو لعاب داره خواړه په تیره بیا که مساله هم ولري ډیر تاوان رسوي.
ډاکټر ته ورشئ
که په معده کې هرډول درد لرئ ژر تر ژره ډاکټر ته ورشئ او معاینات وکړئ او علاج پیل کړئ قطعي تشخیص ډېر مهم دی په تیره بیا د هیليکو باکټر پیلور په نامه د میکروب شتون باید ثابت یا رد شي دغه چاره په علاج کې ډیر اهمیت لري، نو د درد د احساس سره سم باید ډاکټر ته تک مه هیروئ.