- ژباړه: نسیمه محمدي
یوه چینایي شرکت د روغتونو لپاره د ۴۰ زره ډالرو په ارزښت روباټ جوړ کړی. د ماورا بنفش وړانګو او د انټي سپټیک د ترکیب سره ناروغۍ ټوکوونکي عوامل او د کرونا وایروس پتوجن له بېلابېلو سطحو پاک او لمنځه وړي.
دا روباټ په شانګهای کې د Keenon Robotics مؤسسې څېړونکو په وسیله جوړ شوې.
دې شرکت تر دې وړاندې د خوړو وېشلو او تبلیغاتي روباټونه جوړ کړي وو.
د څېړونکو په وسیله دا روباټ د څلورو شېندونکو څراغونو سره، د ماورا بنفش وړانګو ګټه اخلي، چې په وسیله چې د سطحو په مخ مېکروبونه او وایروسونه لمنځه وړي.
د روباټ پر سر د انټي سپټیک مایع شېندلو لپاره پنځه سوري دي چې د وایروس کوچنی اثر هم په چاپېریال کې پاتې نشي.
روباټ یو متر او ۴۰ سانتي متره قد لري او کولای شي د چارچ په هره دوره کې ۱۵۰۰ ملي لیټره انټي سپټیک مایع د ماورا بنفش وړانګو له ترکیب سره وپاشي.
دا روباټ د هر دورې مأموریت لپاره شپږ ساعته وخت ته اړتیا لري، چې په بشپړه توګه چارچ شي.
د روباټ د جوړونکي ټیم په وینا، د کرونا وایروس له امله د کوويډ- ۱۹ ناڅاپي وبا په چین هېواد کې د روغتیايي خدمتونو تر سره کولو لپاره د دې ډول روباټ لپاره تقاضا مطرح شوه.
د ناروغانو سمپل اخېستل، د درملو لېږد رالېږد او په چینايي روغتونو کې د خوراکي موادو وېشل د دې روباټ په وسیله تر سره کېږي.
د چین د روغتیايي کاروکونکو د وینا سره سم د کوویډ- ۱۹ سره د مبارزې لپاره د ورځې دوه ځله د ماورا بنفش وړانګو او د هایدروجن پر اکساید محلول ته اړتیا ده.
د روباټ جوړښت داسې دی چې کولای شي د ځمکې سطحه د پنځه درجې لوړ او ځوړ سره دواپاشي کړي. جوړونکي ټیم اعلان کړی، چې جوړ شوی روباټ د سطحو د دوا پاشي کولو اته ساعته کار کولو وړتیا لري او کارول یې صحي کار کونکو او ناروغانو لپاره ګواښونکی نه دی.
دا د مصنوعي هوښ څخه په ګټې اخېستنې جوړ شوی روباټ د تګ راتګ مسیر موندلو، زده کړې او د لارې پر سر د موجودو شیانو پېژندلو توان لري.
چینايي کارپوهان وايي تر اوسه یې د ډول ډول وړتیاوو لرونکي سل روباټونه جوړ کړي او ۷۵ روغتونو ته ورکړل شوي دي، چې د کرونا په وړاندې وکارول شي.
تر اوسه په ۱۰ هېوادونو کې له دې روباټونو کار اخېستل کېږي او نورو هېوادونو ته یې د لېږلو چارې روانې دي.
سرچینه: Dailymail