په ځوانۍ کې څه ډول شتمن شو؟

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عمران لمر
په تېر کې ميليونر کېدل يواځې د منځني عمر لرونکو نارينه او ښځو پورې محدود و؛ مګر نن ورځ ښکاري چې ځوان نسل د خپل برياليتوبونو نه منونکي داستانونه لري او دا کولای شو د دې عصر د اطلاعاتو او تکنالوژيکي بدلونونو سره وتړو.
مونږ دلته غواړو په ځوانۍ کې د شتمن کېدو په ځينو لارو بحث وکړو:
۱- اړيکې درسره مرسته کولای شي.
له دې مشورې ناسم برداشت ونه کړئ، زما خبره دا نه ده چې يواځې له شتمنو خلکو سره ناسته ولاړه وکړئ؛ بلکې تاسې بايد له هغه خلکو سره اړيکې جوړې کړئ چې ستاسې په څېر د همدې موخې لپاره هڅې کوي.
په ډله ئيزه توګه موخو ته د رسېدلو احتمال چې ګډې موخې ولري؛ له دې زيات دی چې د يو کس پواسطه وي.
د دې کار د سرته رسولو لپاره ډېرې لارې شته دي؛ يوه آسانه لاره يې له ټولنيزو رسنيو ګټه اخېستل دي؛ مګر تاسې بايد په رښتينې دنيا کې هم دا کار سرته ورسوئ. د اړيکو هيڅ پل مه پرې کوئ او د خپلو همفکره ملګرو سره په اړيکه کې اوسئ، پخواني او اوسني همکاران، سوداګريز شريکان او نور…
هڅه وکړئ چې له دوی سره قوي او ښې اړيکې جوړې کړئ؛ تر دې که په هغه وخت کې يوه اړيکه مو په نظر کې بې ربطه هم ښکاره شي؛ څوک پوهېږي چې د وخت په تېرېدو به څه کېږي؟
۲- د زيات لګښت د غريزې سره مبارزه وکړئ.
زمونږ مور او پلار په يو ډول زيات لګښت کولو کې رالوی شول او په کرار کرار يې قبول کړ؛ خو زمونږ نسل يو څه بېل دی.
مونږ په داسې ټولنه کې چې په زياتو لګښتونو کې ډوبه وه؛ وزېږېدو او زمونږ د نسل يوې لويې برخې دا زده نه کړل چې څه ډول ورسره جوړ جاړی وکړي.
دوی له ډول ډول تبليغاتو سره هره خوا کش کېږي او که له وروستنيو او نويو مودونو سره همغږي نه وي؛ خفه کېږي.
شتمن خلک هغه څه اخلي چې دوی لا شتمن کوي او غريب خلک هغه څه اخلي چې شتمن خلک پرې لا شتمن کېږي. ستاسې د زيات لګښت د غريزې سره د مبارزې لپاره همدا بس ده.
۳- د پانګونې لپاره سپما وکړئ.
ډېر وخت وشو چې په سپما حسابونو کې د پيسو ساتلو چې زياتې شي؛ دوران تېر شوی دی. اوس دا کار ډېر زيات وخت نيسي او ممکن ستاسې د کاري ودې په وړاندې خنډ وګرځي.
د کار موندل ممکن د ځوانانو لپاره ډاروونکي وي؛ مګر ډېر کارونه شته چې تاسې يې په خپل کور کې هم سرته رسولی شئ.
د پيسو سپما يواځينی شی دی چې پانګونې ته مانا ورکوي.
تاسې بايد په نويو کارونو کې په پانګونې سره؛ خپلې پيسې د ډېرو پيسو پيدا کولو لپاره په کار واچوئ.
۴- خپل کسب په پوره هوښيارۍ سره وټاکئ.
کله چې مونږ د يوې ښې دندې په لټه کې يو؛ نو تر ډېره د دروني هيلو يو مخلوط په نظر کې نيسو، لټه کوو او د خلکو د مشوره نه ګټه اخلو؛ تر څو پرېکړه وکړو.
دا کار د کارونو د پېچلتيا سبب ګرځي.
نوی نسل اوس پوهېږي چې پیسې او ذوق دواړه يو ځای درلودلی شي؛ مګر که يو څوک په سم ډول لټه وکړي او په آوازو تکيه ونه کړي.
تر نن ورځې پورې تاسې کولای شئ؛ د اوسني اقتصادي وضعيت او له دندو او کارونو د يو روښانه تصوير د لرلو لپاره له ډېرو وړيا سرچينو ګټه واخلئ؛ نو په دې اساس چې د ښې دندې په لټه کې يئ؛ ډېر به آرام يئ.
ډاډه شئ چې تاسې فقط د واقعيتونو په اساس خپله پرېکړه کوئ او که يو منسجم پلان نه لرئ؛ نو مه پرېږدئ چې احساسات مو په تاسې غالب شي.
۵- له هغو خلکو معلومات ترلاسه کړئ چې له تاسې مخکې يې دا کار سرته رسولی وي.
ډېر خلک شته چې په ځوانۍ کې يې غوښتل ملياردر شي او تر دې چې ډېر خلک شته چې اوس مليونران دي.
تاسې ممکن د واټس آپ د جوړوونکي کيسه اورېدلې وي؛ د هغه له ټولنيزې شبکې ډېر هر کلی وشو.
د دې خلکو په هکله څېړنه وکړئ او وګورئ چې هغوی دې ځای ته د رسېدو لپاره چې اوس په کې موقعيت لري؛ له څه ډول فکرونو ګټه واخېسته. هغوی موخو ته د رسېدو لپاره کوم الهام بخښوونکي شيان درلودل او څه ډول دې لويې بريا ته ورسېدل.
نوښت او الهام تر ټولو ښه شريکان دي چې د دندې او کار په چاپېريال کې يې درلودلی شئ او کله چې له ستونزو سره مخ کېږئ؛ د انګېزې په ساتلو کې له تاسې سره مرسته کوي.
۶- موخې د پرمختګ په لاره ستاسې د ساتلو سبب ګرځي.
ممکن د لارې په اوږدو کې ستاسې حواس وشيندل شي او له موخو سترګې راوګرځوئ؛ له دې پرته هره ورځ دا فکر کول چې (څه ډول دا هيله وکړم چې مليونر شم) داسې څه نه دي چې د موخې نوم پرې کېږدو.
دا تر ډېر هيله مند فکرونه دي. تاسې بايد دا وټاکئ چې په ژوند کې څه غواړئ.
او همدا وخت تاسې دې موخو ته د رسېدو لپاره پلان جوړوئ. تر اوسه هم په دې موخه تکيه کول په ژوند کې د انګېزې د رامنځته کولو لپاره بسنه نه کوي.
کله چې پلان جوړوئ؛ انګېزه د لنډمهالو موخو له درونه راوباسئ. تر څو تاسې په لاره وساتي؛ مګر وروستنی مقصد مو تل په ذهن کې ولرئ.
۷- انټرنېټ سره زر دي.
ډاډه يم چې نن سبا ډېری ځوانان د نېټ په ارزښت په ښه ډول پوهېږي او تر اوسه يې د ودې زمينه پای ته نه ده رسېدلې.
ستاسې خاص ځای چې هر چېرته وي، ستاسې د کار او دندې موخې چې هر څه وي؛ نېټ کولی شي په ځينو لارو له تاسې سره مرسته وکړي، له ځينو کمو حالاتو پرته چې په هغې کې نېټ کومه ځانګړې ګټه نه لري. د نېټ په ګټو سترګې نه شي پټېدای؛ مګر په دې شرط که خپله لاره په کې وموندلی شئ او پوهېږو چې ډېر ځوانان يې کولای شي.
د اړيکو د جوړولو لپاره، بازار موندنه، تجارتي موقعيتونه، پانګونه، د بازارونو څېړنه، رقابتي څېړنې او هر څه چې فکر يې کوئ؛ کولای شئ داسې لاره ومومئ چې په انلاين ډول يې ترسره کړئ.
۸- په هماغه لور لاړ شئ.
خپل راتلونکي ته فکر کول يو څه دي او خپلو ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره يو کار سرته رسول؛ بل څه دي.
که د ځوانو مليونرانو د وخت وېش ته فکر وکړئ؛ نو وبه وينئ چې ډېر يې په ورځ کې له ۱۰ تر ۱۲ ساعتونو کار کوي او ترې خوشحاله هم دي.
تاسې خپلې ځوانۍ ته اړتيا لرئ؛ تر څو ځان ثابت کړئ او هغو پايلو ته ورسېږئ چې د پرمختګ لپاره ورته اړتيا لرئ.
۹- خپله ځواني مو خپله ګټونکې وسيله وګرځوئ.
د پخوانيو سوداګرو له خوا تر ډېره ځوانان د نيوکې او نه منلو سره مخ کېږي؛ مګر مه پرېږدئ چې دا کار تاسې ناهيلي کړي. هغوی له تاسې ډېره تجربه لري؛ مګر د نوې نړۍ نظم تاسې له هغوی ډېر ښه درک کولای شئ او له دې پرته کولای شئ په ورځ کې ۱۵ ساعته کار وکړئ، له ۵ تر ۶ ساعتونو خوب وکړئ او بېرته راوګرځئ او بيا هم ۱۵ ساعته کار وکړئ.
ډېر داسې کارونه شته چې ځوانان يې له زړو په ښه ډول سرته رسولی شي؛ يو يې هم د نوښت درلودل او له نويو شيانو سره عيارېدل دي.
په خپلې ځوانۍ تکيه وکړئ؛ تر څو د هغوی له تجربو زده کړه وکړئ او نوې سوداګريزې نظريې لاسته راوړئ او له خپلې دندې ښه درک ولرئ او مه پرېږدئ چې د هغوی له نيوکو ډار او يا هم دې ته ورته بل هر څه ستاسې زړه ته لاره پيدا کړي.
۱۰ـ ډار دښمن دی.
ځينې شيان شته چې ستاسې د شتمن کېدو فرصت له منځه وړي او له دې جملې کولای شو وېرې يا ډار ته اشاره وکړو. تر ټولو مروج يې دا دی چې (زما عمر لا ډېر کم دی) او دا يې تر ټولو بد ډول دی.
يواځې په دې دليل چې تاسې ځوان يئ؛ په دې مانا نه ده چې ښه کار او دنده نه شئ درلودلی او ډېر خلک شته چې په بريالي کار او دندې يې دا په ثبوت رسولې ده.
که ځان جدي ونه نيسئ؛ بل هيڅوک دا کار نه کوي. له خپل ډار څخه د هوښيارۍ د يوې نښې په توګه ګټه واخلئ؛ مګر مه خجالته کېږئ چې له نامعقولو وېرو له موقعيتونو ځان لرې کړئ.
ځواني له انرژۍ ډکه مرحله ده او د بدلونو د رامنځته کوونکې شمېرل کېږي.
تاسې بايد هيڅکله هم ځانته اجازه ورنه کړئ چې باور وکړئ کوم څه ته د رسېدو انرژي نه لرئ.
بريالي اوسئ او انګېزه مو ورځ تر بلې زياته اوشه!