اسیا د وریجو په تولید کې انقلاب راوستی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
د اسیا ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه مقاله کې لیکلي، چې اسیا د وریجو د تولید په برخه کې انقلاب راوستی.
د شرایطو بدلون
له بانګوک څخه په خپریدونکې دغې ورځپاڼه کې راغلي، چې اسیا د وریجو د تولید په برخه کې هم مناسب اقلیمي بدلونونه لري، هم موسمي توپانونو ګټه ور رسولې او هم یې د سیندونو اوبه زیاتې شوي.
د کرنې پوهانو دغو بدلونونو ته په تېرو څلورو لسیزو کې د «زرغون انقلاب» نوم ورکړی.
ورځپاڼه وایي، چې د «اسکوبا» په نوم په اسیا کې داسې وریجې هم تولیدیږي، چې د توپانونو او آفتونو پر وړاندې کلک مقاومت لري.
د وریجو استعمال
وریجه په نړۍ کې هره ورځ تر درې نیم میلیارده پورې استعمالونکي لري.
کرنپوهان وایي په اسیا كې د وریجو د تولید زیاتوالی په نړیواله کچه د فقر پر وړاندې له مبارزې سره هم د پام وړ مرسته کولای شي.
د وریجو د نړیوالو څېړنو د موسسې ریس متیو مورل ویلي، چې د اسیا د وریجو زیات شوي تولیدات د نړۍ د راتلونکي لپاره هیله بښونکي دي.
چین ترنورو مخکښ دی
د څېړنو له مخې چین په دې برخه کې تر نورو هېوادونو مخکښ دی. ویل شوي، چې چین په دې برخه کې پياوړې طرحې برابرې کړي او تطبیق یې د وریجو د تولید کچه لا نوره لوړولای شي.
د چین د نویو طرحو له مخې یوازې په یوه سرحدي سیمه کې یې د وریجو نوي تولیدات تر ۸۰ میلیونه خلکو پورې د غذایي تامین زمینه سازي کولای شي.
د اسیا ټایمز د راپور له مخې د چین وریجې تر۱۹۷۰پورې تروشې وې، خو په وروستیو هڅو یې د وریجو د تروشوالي مخه نیولې ده.
چین اوس داسې طرحې برابرې کړي، چې له یوه هکتار ځمکې څخه له څلورو تر نهه ټنه پورې وریجې حاصل اخیستی شي.

د تېرکال حاصلات
چین تېرکال د وریجو کر ته ۵ میلیونه او ۵ سوه زره تنه وګمارل.
هند په دغه کال کې د وریجو ترټولو لوی صادرونکی هېواد و. په هند پسې ټایلنډ، امریکا، پاکستان او ویتنام د نړۍ په کچه د وریجو لوی صادرونکي وو.
د اسیا لومړیتوب
اسیا ټایمز وایي اسیایي هېوادونه د وریجو د حاصلاتو زیاتوالي ته د خپل یوه مهم لومړیتوب په سترګه ګوري.
د ارقامو له مخې په اسیا کې تر۲۰۵۰ پورې د وریجو د مصرفونکو کچه ۵،۲ میلیارده تنو ته رسیږي. اوس مهال دغه کچه له ۴۵۰ میلیونه ده.
ویل شوي، چې د اسیا نفوس به تر۲۰۵۰ پورې هرکال د نړۍ ۹۰ سلنه تولید شوي وریجې مصرف کړي.
اسکوبا وریجې
اسکوبا وریجې، چې اسیایانو ورته زیاته مخه اړولې په لږو اوبو هم تولید او حاصل ورکوي.
اوس مهال په هند کې او بنګله دېش کې پر ۶۰۰ زره هکتاره ځمکې او په اندونیزیا کې پر ۴۳۰ زره هکتاره ځمکې دغه وریجې كرل شوي.
د څېړنوپربنسټ په عادي شرایطو کې له هر هکتار ځمکې څخه له څلورنیمو تر شپږ ټنو پورې اسکوبا وریجې ترلاسه کیږي.