ریشب پنت: د ډوني ځای ناستي ته چمتو یم

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: عبدالله عادل
د هند کرکټ ملي لوبډلي ځوان او پياوړی لوبغاړی ریشب پنت چي دا مهال د مهیندر سینګ دهوني ځایناستی بلل کیږي د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کي څلور لوبي ترسره کړې او په یادو لوبو کي يې پر څلورم نمبر توپ وهنه وکړه چي په ترتیب سره یې ۳۲،۴۸،۴،۳۲ منډي جوړي کړې .
دا مهال د هند لوبډله په پنت کي د څلورم نمبر توپ وهونکي اوږدمهاله حل ویني دا ځکه چي هند د یاد پوزیشن لپاره بیلابېل توپ وهونکي و ازمایل کوم چي ګټور ثابت نسوه او اوس پر ریشب باندي کار کوي چي ددغه پوزیشن تشه ورباندي ډکه کړي خپله پنت هم د توپ وهني دا ځای خوښوي .
pant-1200-1.jpg
ریشب پنت د هندوستان ټایمز سره په خپله تازه مرکه کي ویلي :

” زه پر څلورم پوزیشن توپ وهنه خوښوم . دا زما لپاره کومه نوې خبره نده زه پر څلورم پوزیشن مخکي هم لوبېدلی یم چي یو مثال د هند غوره لیګ ای پي ایل دی. زه د همدې ځای د کمي ډکولو لپاره هڅه کوم . د لوبېدو داسي خاص اندازه نلرم زه تل یوازي حالاتو ته په کتلو سره لوبېږم . زه نه پوهېږم چي خلګ زما په اړه څه وایي دا ځکه چي زه تر ډېره اخبارونه نه مطالعه کوم. “

ریشب پنت تر نړیوال جام وړاندي پنځه یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي په دې معنا چي د تجربې له اړخه نه ډېر زیات او نه ډېر کم دی ، هغه همدا راز نهه ټسټ او ۱۵ شل اوریزي لوبي ترسره کړي .

”زه د کرکټ بڼو تر منځ د فرق په اړه فکر نکوم  ما د ټسټ کرکټ له لوبولو څخه ډېره تجربه ترلاسه کړې او خلګ همېشه فکر کوي چي ټسټ ډېر سخت کرکټ دی. ما په ټسټ کرکټ کي دا زده کړي چي څنګه یو انننګز جوړ کړم او له توپونو سره څه ډول ولوبېږم. په ټسټ کرکټ کي هره ورځ زده کړه وي او په خاص ډول چي کله د ورځي په جریان کي ډګرساتنه وکړې او وروسته توپ وهني ته راسي او دا یو مختلف فرق دی . په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کي هر څه چټک واقع کیږي. “

اوس د ویسټ انډيز د سفر لپاره به پنت د هند لوبډلي لپاره د ویکټ ساتني لومړی انتخاب وي پداسي حال کي چي په لوبډله کي د هند مخکښ او باتجربه لوبغاړی مهیندرسینګ دهوني شتون نلري .

”زه پوهېږم چي د دهوني تشه ډکول ستره ننګونه ده خو ما له اوس څخه ددې په اړه فکر کول شروع کړي چي که چیري ستونزه واوسي ( د هوني پر ځای د لوبېدو په اړه )  زه اوس ددې په اړه فکر نکوم چي خلګ زما په اړه څه وايي بلکي زه یوازي پر دې تمرکز کوم چي زه باید څه وکړم او دا ننګونه په مثبت ډول په غاړه اخلم. “