ریناوډ سینډروم یو داسې ناروغۍ ده، چې د لاسونو او پښو رګونه وچېږي، او د همدې امله رنګ یې سپین اوړي.
ریناوډ سیندروم د وینې یو اختلال دی، چې د لاسونو او پښو یخ کېدلو له وجې د لاسونو او پښو واړه شریانونه له منځه ځي.
د ریناوډ سینډروم ناروغۍ لاملونه:
۱ـ ډېره یخه هوا کې د لاسونو او پښو لوڅ پرېښودل.
۲ـ د زړه ریوي ناروغي.
۳ـ د هغو دخانیاتو استعمال چې په وینه کې بندښت رامنځته کوي.
۴ـ سټریس/ خفګان.
ریناوډ سیندروم د طبیعت په دواړو جنسونو کې(ښځه، سړي) کې رامنځته کېږي، خو ډېری کله دا ناروغۍ د ۲۰ څخه تر ۴۰ کلونو عمر کې ډېره پېښېږي.
د جولي په نوم یوې جلۍ په ټویټ کې د خپلې مور د لاس انځور اچولی، چې په هغه کې دا ښکاري، چې د نوموړې ښځې د لاس دوه ګوتو رنګ سپين ده.د مېرمن جولي دا ټویټ ډېرو خلکو ریټویټ کړی، او تبصرې يې پرې کړې دي.
دا ښځه مونیکا نومېږي، چې لور يې جولي په ټویټر کې د خپلې مور لاس یو انځور خپور کړی، او دا یې ویلي،چې له تېرو شل کلونو راهیسې يې مور د ریناوډ سینډروم ناروغي لري، چې د یادې ناروغۍ له امله يې وینه د لاس پوستکي ته نه رسېږي، او د لاس دوه ګوتې يې سپینې کېږي.
نوموړې وایي، کله چې يې ګوتې سپینېږي، نو دا یو داسې تکلیف وي، لکه په بدن کې چې يې ستنې ننوځي.
د ریناوډ سینډروم ناروغۍ درملنه څنګه وکړو؟
د ریناوډ سینډروم ناروغۍ درملنه په لاندې ډول کېږي:
۱ـ د ویني معاینات، او د لاسونو او پښو رادیوګرافي کول.
۲ـ له سړې هوا څخه ځان ساتل، او که چېرې اړ یاست، چې بیرون لاړ شئ، نو د نخي جرابلو، او دستکشو اغوستل مه هېروئ.
۳ـ د داسې درملو کارول چې په رګونو کې وینه بېرته جریان پیدا کړی، لکه: ډیلتیازم،بنزامین،فنوکسي او تولازولین.