د مثبت ذهن ترلاسه کولو لپاره د ړنګېدو بټنې کېکاږل زده کړئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم محمدي
د وجود اصلي سافټویر (پروګرام) ته د راګرځېدو  لپاره یوه تر ټولو ښه لار دا ده چې باید د حذف (پاکېدو) بټن کېکاږو. کله مو چې ناوړه فکرونه ذهن ته راځي، سافټویر مو ککړوي، مخکې له دې چې د ژوند پر بڼه مو اغېز پرې باسي، د پاکېدو بټن کېکاږئ. دغه ډول افکار تاسو ته وایي: تاسو د ژوند ښې شېبې تېرې کړې دي، له دې وروسته راغورځۍ. باید پوه شئ چې دغه ویروس هڅه کوي، تاسو له خپل سرنوشت او راتلونکې څخه لرې کړي. ډېره اسانه ده حذف یې کړئ. ځان ته و وایئ، زه نه پرېږدم چې دغه ویروس مې وجود ته ننوځي.
تاسو په لابراتورا کې معاینات کړي، په نتیجه کې مو د ځینو ناروغیو نښې دي. حذف یې کړئ او ووایئ: خدای پاک به بېرته صحت راکړي. زموږ د ژوند ورځې خدای پاک ټاکي.
تاسو هېڅ کله خپلو هیلو ته نه شئ رسېدلی، تاسو دومره وړتیا نه لرئ. حذف یې کړئ او و وایئ: زه خدای پاک په ډېره سختۍ او دقت جوړ کړی یم، زه دومره وړتیا لرم که هر کار ته مخه کړم پر مخ یې بېولی شم او زه بریالی کېږم.
هېڅکله نه شئ کولی دغه عادت (کړنه) پرېږدئ. پلار مو شرابي و، کېدای شي تاسو هم شرابي شی. حذف یې کړئ او و وایی: هېڅ وسله پر ما اغېز نه شي کولي، څوک چې خدای پاک خپلواک پیدا کړي وي، هغه خپلواک وي، زه هم خپلواک یم. که غواړئ په ژوند کې لوړو پوړونو ته ځان ورسوی، نو د حذف بټنې د کېکاږلو وړتیا ښه سمه زده کړئ.
کله مې چې غوښتل یو روحاني کس شم، ټولو افکارو به مې راته ویل: ته نه شې کولی دغه کار تر سره کړې، ته د دې کار په اړه په هېڅ شي نه پوهېږې، ته ډېر ځوان یې، ته هېڅ تجربه نه لرې، هېڅوک به دې خبرو ته غوږ ونه نیسي. دا ماته ډېر سخت کار و، چې ویروس ته د اجازه ور نه کړم، تر څو مې په  وجود کې رېښې وزغلوي او له خپل برخلیک مې لرې کړي. ما هغه کار وکړ، چې غواړم تاسو یې اوس وکړئ. د حذف بټن مې کېکاږله. ته نه شې کولی، حذف. ته د دې کار لپاره ډېر ځوان یې، حذف. ته هېڅ تجربه نه لرې، حذف. دغه کار هېڅ پایله نه لري، حذف. که ما د حذف بټنې په کېکاږلو کې وړتیا نه درلودی نن به په دې موقف کې نه وم.