افغانستان او کومیډې سره ډیر جوړ نه راځي. اصلا د ویر نه په ډک کلي کې د خلکو په خوله خندا راوستل، جرات، مهارت او ظرافت ټول غواړي. اصف جلالي د همدې لمبه لمبه وطن د خندا استازی و او دا ټول مهارتونه یې درلودل.
یو چیرې مې ولوستل، کله ښه ده چې خپلو ستونزو او کړمو ته د ټوکو او طنز له لیدلوري وګورئ او پرې وخاندئ. په دې توګه به یې ستاسو پر روح اغیز کم شي.
نه پوهیږم چې اصف جلالي په همدې خبر عمل کاوه که څنګه خو هغه په تیرو څو لسیزو کې زموږ کړمې او ستونزې موږ ته په ټوکو او خندا بدلولی او دې مرسته کوله چې زموږ د وطن د برخلیک ترخې پېښې که نور هر څه رانه اخلي، زموږ پر شونډو موسکا ونه وژني.
په داسې یو وطن کې چې هر سیاستوال، هر خبریال او هر مدني فعال یې د یو قوم ، قیبلې سرسخت استازی دی، او پرلپسې یې د نورو قومونو د ورکاوي مټې رابډوهلي زه تر پایه ونه پوهیدم چې اصف جلالي د افغانستان د کوم ولایت دی، اصلي ژبه یې څه ده؟ اصلا د هغه طنز او تمثیل ماته هیڅکله په دې اړه د فکر کولو فرصت رانه کړ. هغه د افغانستان له شمال نیولې تر جنوب او له ختیځ تر لویدیځ له ټولو ژبو، لهجو سره بلد و او دې بلدتیا د اصف جلالي طنز ته ډېر خوږلني ورکړې وه.
د اصف جلالي له خندا او مینې ډک زړه د سه شنبې په ورځ له جلالي سره ملګرتیا پرېښوده او درید، چې دده ګڼ مینه وال یې یوازې پرېښودل.
په داسې وطن کې چې د ویر او ماتم ویشوونکې په کې زیات دی، د اصف جلالي په څېر د هغو چې پر خلکو یې خندا ویشله، نه شتون لوی کمی دی. ځای به یې خالي وي او یاد به یې پاتې وي .
روح یې ښاد او پر ګور یې رحمت