د هندوستان په کرکټ ملي لوبډله کې اوسمهال مسلمان لوبغاړی محمد سراج لوبېږي، هغه د اسټرالیا پر وړاندې څلورمه ټېسټ لوبه کې په توپ اچونه کې خورا رغوونکی رول ولوباوه او په همدې چارې هغه هندوانو اوس یو اتل بللی دی.
محمد سراج، نټراجن، واشېنګټن سونډر، شوبمن ګېل او رېشاب پنټ هغه لوبغاړي وو، چې هندوستان ته یې څلورمه ټېسټ لوبه په درې وېکټو له اسټرالیا څخه وګټله او هندوستان ته په ستنېدو خورا وستایل شول.
نټراجن ته په چینای ایالت کې پراخ مراسم نیول شوي وو او هغه د خپل ایالت خلکو لخوا په اوږو وګرځول شو.
سراج ته هم په هندوستان کې همداسې عزت ورکړل شو.
محمد سراج د ریکشوان زوی د هندوستان اتل شو
د هندوستان وګړو محمد سراج یو هیرو یا اتل بللی دی.
د هغه اصلي او بشپړ نوم محمد سراج دی، یوې مسلمانې کورنۍ پورې تړاو لري.
نوموړی د هندوستان د حیدراباد سیمې اوسېدونکی دی، په ۱۹۹۴ کال کې زېږېدلی او عمر یې ۲۶ کاله دی.
په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي.
پلار یې محمد غوث نومېږي او مور یې شبانه بیګم نومېږي.
د ورور نوم یې محمد اسماعیل دی او د خویندو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
پلار یې یو ریکشه چلوونکی دی او کورنۍ یې په ټیټ اقتصادي حالت کې ده.
د هغه کوچنیوالي ژوند هم له ستونزو ډک و، ځکه کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ وه.
سراج به په کوڅو کې کرکټ کاوه او په ټېنس بال به یې توپ اچونه کوله.
په ۲۰۱۵ کې یې د مسلکي کرکټ لپاره دروازه خلاصه شوه، د یو ملګري په دعوت سره په چارمنار کرکټ کلب کې شامل شو.
په لږ وخت کې یې ټولو باندې اغېز پرېباسه.
په یوه ایالتي لوبه کې یې پنځه وېکټې واخېستې او دې چارې هغه ته د بریا یوه بله دروازه پرانیسته.
په ۲۳ کلنو لوبډله کې شامل شو.
۲۰۱۵ کې یې د حیدراباد لوبډلې سره فرسټ کلاس لوبو کې برخه واخیسته دا سیالۍ چې د رنجو ټرافي په نامه یادېږي او یواځې یوه لوبه یې وکړه.
۲۰۱۶ کې یې په فرسټ کلاس لوبو کې په خپله غوره کارکرده ګۍ کواټرفاینل ته ورسوله او په دې لوبو کې د خپل ټیم لپاره تر ټولو مخکښ وېکټې اخیستونکی و.
په ۹ لوبو کې یې ۴۱ وېکټې واخېستې او اوسط یې اتلس اعشاریه ۹۲ و.
۲۰۱۷ کې د هندوستان الف لوبډله کې شامل شو او په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې په وېجی هزاری ټرافي لوبو کې تر ټولو زیاتې وېکټې واخېستې.
په ۷ لوبو کې یې ۲۳ بولډونه اوټونه کړي وو.
په ۲۰۱۹ او ۲۰ کال کې په ډیوډار ټرافي لوبوکې واخېستل شو، په ۳۶ لوبو کې یې ۱۴۷ وېکټې ترلاسه کړې او ۴۱ لېست اې لوبو کې یې ۸۱ وېکټې خپلې کړي دي او ۵۸ شل اوریزو لوبو کې یې ۷۹ وېکټې اخیستي دي.
آی پي اېل لوبې
په ۲۰۱۷ آی پي اېل کې د حیدراباد لوبډلې په ۲ اعشاریه ۶ کروړه هندي کالدارې وپېره او دا مهال یې پلار و مور له خوشحالۍ اوښکې تویې کړې او د خپل زوی په دې پرمختګ خوښ شول.
په ۶ لوبو کې یې ۱۰ وېکټې واخېستې او په یوه لوبه کې یې د ۳۲ منډو په ورکړې سره ۴ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه وه.
دا چې د بنګلور لوبډلې په هغه کې د لوبې غوره وړتیا او ځواک ولید، نو بیا یې په ۲ اعشاریه ۲۰ کروړه هندي کالدارې وپېره.
هغه ۱۱ لوبو کې یې ۱۱ وېکټې د بنګلور لپاره واخیست او دوو پړاوونو، ۲۰۱۹ او ۲۰ کې یې په ګټه ولوبېد.
نوموړي د اسټرالیا خلاف څلورمه لوبه کې په لومړۍ پآڼۍ توپ اچونه کې ۵ وېکټې واخېستې او د اسټرالیا لوبډله یې محدوده کړه.
د رېشاب پنټ، محمد سراج، واشېنګټن سونډر او شوبمن ګېل غوره لوبې اسټرالیا ماته کړه او سیریز هند وګاټه.