ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
د ډاکټر اسرار دا شعر به مو اوریدلی وي:
په آخرت کې به مجنون ته وایم
زه هم عاشق وم، خو مزه مې نه وه
دا بیت څرګندوي، چې مېنان له شماره وتي، خو هره مینه د لیلامجنون مینه نه شي کیدای.
مینه طبیعي او سراسري ده؛ تقریباهرڅوک غواړي مېن/ مېنه اوسي.
د هرچا شرط او لومړیتوب دا وي، چې مینه یې ریښتینې او مقابل لوری یې د پوره باور وړ وي.
ډېر ځوانان او پېغلې به داسې وي، چې د ورځې یو ځل په نویو کسانو مېنانیږي.
د داسې روزمره او په عامه اصطلاح یکبار مصرفو مینو زیادښت سبب شوی، چې مینه یوه غولونه او له موده لویدلی شی یا اړیکه وګڼل شي.
خو ریښتینې مینه کومسې وي؟
په عام ډول ډېر خلک دا باور هم لري، چې په دې زمانه کې د ریښتینې مینې په نوم څه نشته.
خو دا خبره سمه نه ده؛ موږ نه باید زمانه ملامته کړو.
که پر مینې ریښتیا باورمند یوو، هر یو باید هڅه وکړو چې پکې ریښتیني اوسوو او د ریښتینې مینې الګو شوو.
د ریښتینې مینې په اړه هم عام باور او هم علمي استدلال دا دی، چې ترسره کوونکي هلک او نجلۍ یې باید دا مینه کامیابه یانې په ګډ ژوند بدله کړي.
د کومو مینو چې له پیله داسې هدف نه وي معلوم او د ټول ژوند د ګډ تېرولو تعهد پکې نه وي موجود؛ ریښتینې مینه نه شي کیدای.
د ریښتینې مینې او مېنانو ځانګړنې
– ریښتینې مینه هیڅکله په نفرت نه بدلیږي، یانې دواړه خواوې یې د هر ډول لوړو- ژورو باوجود یو بل خوښوي.
– ریښتیني مېنان د زړه له تله مهربان او تل په دې هڅه کې وي، چې د خپلې مینې ښه ساتنه وکړي.
– ریښتیني مېنان تر ډېره پردې تمرکز کوي، چې خپل مقابل لوری په دقیقه توګه وپېژني.
– ریښتینې مینه د ګیلو مانو پر ځای له خوښیو ډکه وي.
– ریښتینې مینه له اظطراب او خپګانه خوندي وي، یو لوی دلیل یې ژور متقابل باور او یو بل ته تکیه جوړیدل وي.
– ریښتیني مېنان د دې پرځای چې له یو بله مالي او ځاني توقعات ولري، پر راتلونکي ګډ ژوند، لارو، چارو، پلانونو او چمتووالي یې تمرکز او کار کوي.
– ریښتیني مېنان د یو بل احساسات، عقاید، باورونه او هرڅه درک کوي او درناوی ورته لري.
– د ریښتینې مینې پولې او حدود معلوم وي، له هغو پولو پکې څوک تېری نه کوي.