فوټبال؛ ریال ماډریډ په یو حساس پړاو کې لوبه مساوي کړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۳۵مي اونۍ په لړ کې تېره شپه ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د سویا فوټبال لوبډلې سره لوبې ډګر ته کښته شوه، چې لوبه دوه ګولونه په مقابل کې د دوو ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده.

د سویا لپاره پیرناندو په ۲۲مه او ایوان راکټیچ بیا په ۷۸یمه دقیقه کې ګولوهنې وکړې.

د ریال ماډریډ لپاره بیا مارکو اسینسو په ۶۷تمه او ایډین هزارډ په ۹۴یمه دقیقه کې ګولونه ولګول.

 

 

د اسپانیا لالیګا لیګ سږنی پړاو

 

د لالیګا لیګ سیالۍ هر کال د ۲۰ لوبډلو ترمنځ په ۳۸ اونیو کې ترسره کیږي، چې تر اوسه یې ۳۵ اونۍ ترسره شوي او یوازې یې د هرې لوبډلې اوس درې ـ درې سیالۍ پاتې دي.

دا چې د هرې لوبډلې اوس یوازې درې ـ درې سیالۍ پاتې دي، نو د یو شمېر لوبډلو، چې نمرې یې لوړې دي، پر اتلولۍ له یو بل سره خورا په سخته سیالي کي بوخت دي.

 

د اسپانیا لالیګا لیګ جدول

 

۱ـ اتلاتیک ماډریډ؛ ۳۵ لوبې، ۷۷ نمرې،

۲ـ ریال ماډرډ ۳۵ لوبې، ۷۵ نمرې،

۳ـ بارسلونا ۳۵ لوبې، ۷۵ نمرې،

۴ـ سویا ۳۵ لوبې، ۷۱ نمرې،

۵ـ ریال سوسیداد ۳۵ لوبې، ۵۶ نمرې،

۶ـ ویاریال ۳۵ لوبې، ۵۲ نمرې،

۷ـ ریال بیټیس ۳۴ لوبې، ۵۱ نمرې،

۸ـ سلتاویګو ۳۵ لوبې، ۴۷ نمرې،

۹ـ اتلاتیک بلباوو ۳۵ لوبې، ۴۶ نمرې،

۱۰ـ ګراناډا ۳۴ لوبې، ۴۵ نمرې،

۱۱ـ ګادیز ۳۵ لوبې، ۴۳ نمرې،

۱۲ـ اُوساسونا ۳۵ لوبې، ۴۱ نمرې،

۱۳ـ والینسیا ۳۵ لوبې، ۳۹ نمرې،

۱۴ـ لیوانته ۳۵ لوبې، ۳۹ نمرې،

۱۵ـ ختافه ۳۵ لوبې، ۳۴ نمرې،

۱۶ـ آلاوز ۳۵ لوبې، ۳۲ نمرې،

۱۷ـ ریال والاډولیډ ۳۵ لوبې، ۳۱ نمرې،

۱۸ـ هیوسکا ۳۵ لوبې، ۳۰ نمرې،

۱۹ـ ایلچه ۳۵ لوبې، ۳۰ نمرې،

۲۰ـ ایبار ۳۵ لوبې، ۲۹ نمرې.