پاکستانی عبدالرزاق؛ په دوه اونیو کې له هارډیک پنډیا قوي الرونډر جوړوم

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: بهار سمسور

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی الرونډر عبدالرزاق وایي دی په دې کې شکمن دی،چې له کلونو ځنډ وروسته د کریکټ کومه برخه کې کار وکړي.

دې پخواني الرونډر د پاکستان لپاره په ۴۶ ټېسټ، ۲۶۵ یوه ورځینیو او ۳۲ شل اوریزه سیالیو کې ګډون کړی.

20190718_083752.jpg
نوموړي پر خپل ټویټر په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي دی له هارډېک پنډیا سره مرسته کولی شي،چې تر دې هم ښه لوبه وکړي،هغه ځینو مشورو او کار ته اړتیا لري،چې باید ورسره وشي.

“زه هارډېک پنډیا له نیږدې ګورم،زیاتې غلطۍ د نوموړي په جسم کې شتون لري،کله چې هغه د غټ شاټ هڅه کوي، نوموړی هیڅ فوټ وارک نه لري، همدا علت دی، چې دی اکثر ناکامیږي.

رزاق پر ټویټر کاږي:

که زه چیرته هارډېک پنډیا ته په اماراتو کې روزنه (کوچېنګ) ورکړم،له ده څخه یو غټ الرونډر جوړولی شم. که چیرته هند کریکټ بورډ بي سي سي ای وغواړي، زه هر وخت حاضر یم.”

20190718_083834.jpg
د وخت دا پیاوړی الرونډر کم و زیات ۱۵ کاله کیږي،چې له کریکټ کولو سره یې رخصت اخیستی،خو د روزنې په برخه کې د پاکستان کورنیو کلبونو،لوبډلو او پاکستان سوپر لیګ کې له بېلابېلو لوبډلو سره مصروف دی،چې د هندوستاني الرونډر هارډېک پنډیا اړوند یې دا وروستۍ تبصره ممکن یو ډول نړیوالو لوبډلو ته دا پیغام رسول وي،چې ګني نوموړی کولی شي غټو لوبډلو ته هم کوچېنګ ورکړي.

20190718_082352.jpg
دا په داسې حال کې ده، چې د هندۍ کریکټ ملي لوبډلې له مشر روزونکي راوي شاستري سره د هندي بورډ تړون په ختمیدو دی او هند یې د بیا تازه کولو او یا یې هم پر ځای د بل روزونکي په اړه فکر کوي.